د سرپل بلخاب ولسوالۍ کې د وروستیو نا امنیو له امله، لسګونه کورنۍ د بامیانو یکاولنګ ولسوالۍ ته کډه شوي دي.
په دغو بې ځایه شویو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي چې دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.
په وروستیو اوونیو کې په بلخاب ولسوالۍ کې د خراب وضعیت په هکله رپوټونه خپاره شوي دي.
بې ځایه شوې سلیمه وايي:«زموږ هر څه په دښته کې پاتې دي، تر دې ځایه په لوڅو پښو رارسېدلي یوو، هر څه مو د له منځه تلو په حال کې دي.»
یوه بله بې ځایه شوې هم څرګندوي:«درې تر څلورو شپې مو په غرونو کې په تېرو او شګو کې تېرې کړې دي، نه مو ډوډۍ پيدا کړه او نه هم اوبه.»
دغو بېځایه شویو کورنیو کې یوې کورنۍ د لوږې او سړې هوا له امله خپل څلور ماشومان له لاسه ورکړي دي.
بېځایه شوې ګلبدن وویل:«ماشومان مې مړه شول، وږي تږي پاتې شوو، اوبه مو پیدا نه کړئ.»
د سرپناه او خوراکي توکو نشتون، د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسی د دغو بېځایه شویو پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې دي.
دوی وایي، د یوې اوونۍ په تېرېدو سره یې لا تر اوسه هېڅ مرستندویه بنسټ لاسنیوی نه دی کړی.
بېځایه شوی احمد حسین وايي:«په هرې دره کې چې راتلو څه باندې زرو کورنیو ډوډۍ، او د شپې اغوستو څه نه درلودل، دولت باید له هغوی سره مرسته وکړي، که چېرې مرسته ونه کړي ټول به یې مړه شي.»
د دغو بېځایه شویو کره شمېر نه دی معلوم، ومو غوښتل په دې اړه د بامیان د سیمه ییزو مسوولینو نظر واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره سره خبرو ته حاضر نه شول.
په دې اړه مو اندونه