Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اختر په ورځو کې د امنیت د ټنګښت لپاره د امنیتي ځواکونو چمتوالی

د هېواد امنیتي بنسټونه ډاډ ورکوي چې د لوی اختر په شپو او ورځو کې د هېوادوالو د خوندیتوب لپاره پوره چمتووالی لري.

د کورنیو چارو وزارت او د کابل پولیسو مسوولان وايي، د اختر په شپو او ورځو کې یې د امنیت د تامین په موخه د پلازمېنې او نورو ښارونو په ټولو واټونو کې پوستې جوړې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي: «امنیتي ځواکونه تل د هېوادوالو د امنیت او خوندیتوب لپاره چمتو دي او د اختر د خوښۍ د تېرولو په موخه زموږ امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې امنیت ټینګ کړي.»

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي:«د جوماتونو او تفریحي ځایونو امنیت ته ځانګړې پاملرنه شوې او ځواکونه هڅه کوي چې هېوادوالو ته داسې امنیت برابر کړي چې د نړۍ په سر کې وي.»

ورته مهال د پلازمېنې اوسېدونکي هم له امنیتي بنسټونو غوښتنه کوي چې د اختر په ورځو کې د امنیت په تامین کې لا ډېر کار وکړي.

د کابل یوه اوسېدونکي احمد سجاد طلوع نیوز ته وویل:«موږ غواړو چې د اختر په ورځو کې خوشاله واوسو او له جګړې او ستونزې پرته خپلې ټولنې ته د اختر مبارکي وایوو. زموږ دین موږ ته دا خوښي راکړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د پلازمېنې ځينې برخې د امنيتي ضد پېښو شاهدې وې چې د ښاريانو تر منځ يې سخته اندېښنه پيدا کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه