یو شمېر هغه زده کوونکي چې د خپلو زدهکړو د دوام لپاره یې د چین بورسونه ترلاسه کړي وايي، له افغانستان څخه چین ته د تګ لپاره مناسبه لاره نهشته.
دغه زده کوونکي نيوکه کوي، چې د دوى د سفر لپاره مستقيمې او ترانزيټي الوتنې نهشته او اريانا هوايي شرکت هم دوى ته د الوتنې زمينه نه برابروي.
خو د اريانا شرکت مسوولين وايي، چې تر اوسه چين ته د دغو محصلينو د لېږدولو لپاره د هغوی نوملړنه دی ور رسیدلی.
فردین په چین کې د دوکتورا دورې زده کړیال دی، وايي، نږدې یوه میاشت کېږي چې، د چین تحصیلي ویزه یې ترلاسه کړې؛ خو دغه هېواد ته د مستقیم پرواز د نشتوالي، د ټکټ د بیې او همداراز د روغتيايي معایناتو د لګښتونو د لوړوالي له امله چین ته له سفره پاتې دی.
په چین کې د دوکتورا دورې زدهکړیال فردین عیار وايي: «موږ په ستړيا او ناڅرګند حالت کې بند پاتې یوو، نه د ټرانزیټي الوتنو له لارې چین ته ورسیږو او نه هم کورني هوايي شرکتونه مرسته کوي، د بېلګې په توګه، که اریانا وغواړي موږ ته د چارټر الوتنې له لارې له کابل څخه ارامچي ته انتقال شي، د دې وړتیا لري.»
یو شمېر نور زده کړیالان وايي، په دې تحصیلي دوره کې یې ډېری درسونه عملي دي او باید ژر تر ژره ځانونه خپلو درس ځایونو ته ورسوي.
دوی زیاتوي، که په بېړه خپلو درس ځایونو ته ونه رسېږي؛ نو دغه فرصت به یې له لاسه ووځي.
په چین کې د دوکتورا دورې زدهکړیال فضل الرب اریا وايي: «که افغان حکومت چین ته زموږ د تګ له امله دا اسانتیاوې برابرې نهکړي؛ نو ممکنه ده چې نه یوازې زه؛ بلکې ټول هغه محصلین چې هلته شته له ستونزو سره مخ شي.»
په چین کې د دوکتورا دورې زدهکړیال محمد یوسف سلطاني وايي: «پهدې وروستیو کې له نېکه مرغه موږ ویزې ترلاسه کړې. له افغانستان څخه الوتنې نهشته. موږ هیله لرو چې اسلامي امارت زموږ لپاره الوتنې برابرې کړي.»
دغه زده کړیالان له اسلامي امارته غواړي چې، چین هېواد ته یې د سفر زمینه ورته برابره کړي.
د پوهنتون استاد محمد خرم فقیري وايي: «اسلامي امارت باید د هغو کسانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې جدي مرسته وکړي چې په بهرنیو هیوادونو کې یې د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه زده کړې کړي او علمي جوازونه یې ترلاسه کړي دي، ترڅو د افغانستان علمي ټولنې ته اوښتی زیان جبران شي.»
د ویلو ده چې، لا تر اوسه ۹۰ زده کړیالانو د چین تحصیلي ویزې ترلاسه کړي او څه باندې پنځوس نور زده کړیالان د یادې ویزې ترلاسه کولو ته په تمه دي.
په دې اړه مو اندونه