Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرحدونو وزارت سرپرست: د اسلامي نظام د پرمختګ لپاره کادرونو ته اړتیا ده

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي چې د اسلامي نظام د پرمختګ لپاره په هېواد کې تحصیل کړو کسانو ته اړتیا ده.

د دغه وزارت سرپرست وايي چې اسلامي امارت له عصري زده کړو سره مخالفت نه لري او دیني او عصري علوم له یو بل سره تړلي دي.

د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري زیاتوي:«په هېواد کې د اسلامي نظام د جوړښت او پرمختګ لپاره تعلیم او کدرونو ته جدي اړتیا ده، ترڅو موږ تېرو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدو.»

د دې وزارت چارواکي په دې باور دي، چې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن نشته او اسلامي امارت په هېواد کې د عصري زده کړو غوښتونکی دی.

ښاغلی نوري زیاتوي:«یو مو دین، یو مذهب، یوه خاوره، یوه طریقه، یو نظام او د یوه هېواد د آزادۍ لپاره راپورته شوي یوو، ولي به د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن شتون ولري.»

 د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن حقاني هم وايي:«دیني علم عصري علم هېڅ سره جدا نه دي، بلکې یو له بل سره تړلي دي، خو دیني علم یوه رشته ده او عصري بله رشته ده.»

بلخوا د رحمان بابا لېسې ځينې مسوولان زیاتوي، سږکال د رحمان بابا او خوشحال خان عالي لېسو څخه له ۳۳۰ ډېرو کسانو لوړو زده کړو ته لار پیدا کړې ده.

د رحمان بابا عالي لېسې آمر عزیز احمد اخندزاده څرګندوي:«تاسو مشرانو ته ډاډ درکوم، چې ان شاءالله په راتلونکې کې به له دې هم ډېرې دغه لېسې ځلېږي او ښې لاسته راوړنې به لري.»

له دولسم ټولګي فارغ شوي سید حکیم وویل:«زده کوونکي دې هڅه وکړي، چې په راتلونکې کې یوې ښې پوهنځي ته کامیابه شي او په پوهنتون کې دې هم ښه زده کړه وکړي، چې د هېواد ابادۍ لپاره کار وکړي.»

د رحمان بابا او خوشحال خان عالي لېسې د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، چې ډېر زده کوونکي يې د سرحدونو اوسېدونکي او کوچیان دي.

د سرحدونو چارو وزارت سرپرست وايي چې اسلامي امارت له عصري زده کړو سره مخالفت نه لري او دیني او عصري علوم له یو بل سره تړلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه