Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بریټانیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د کړنو په اړه پلټنې پیلوي

بريټانيا اعلان کړى چې دوي به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کړنو په اړه پلټنې پيل کړي.

د بریټانیا دفاع وزارت وايي، دغه څېړنې به له راتلونکی مېلادي کال پیل شي او د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ به د دغه هېواد د ځواکونو د کړنو په اړه څېړنې وکړي.

د بريټانيا د دفاع وزارت مرستیال اندریو موریسن د دې هېواد په پارلمان کې د وينا پر مهال ويلي: «د دفاع وزیر د ۲۰۰۵ کال تر طرزالعمل لاندې يو ځانګړی قانوني کمېسيون رامنځته کړی؛ ترڅو په افغانستان کې پر بريتانوی ځواکونو د قصدي نيونو او د غیرقانوني کړنو تورونه وڅیړي او راپور يې ورکړي.»

اخوا په هلمند کې یو شمېر کورنۍ چې خپلوان یې د برتانوي ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي، له بریتانیا څخه غرامت غواړي.

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکی، محمد باران وايي، څلور ورونه يې د بريتانوی ځواکونو په هوايي بريد کې ژوند له لاسه ورکړی.

د قرباني شويو کسانو ورور محمد باران وايي: «په دوراهي باندې يې په شهادت ورسول، په ډرون طيارې يې وويشل، شهیدان شول. دوه ځوانان وو او دوه کوچني وو. چې رایاد شي نو وضعیت مې بل ډول شي.»

د محمد باران په څېر د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ډېری داسې کورنۍ شته، چې خپلوانو يې د بهرنيو ځواکونو په نظامي عملياتو کې خپل ژوند د لاسه ورکړی.

بي بي امنه هم د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي ده. وايي درې اولادونو يې د بريتانوي ځواکونو په عملياتو کې ژوند د لاسه ورکړی.

د قرباني شويو کسانو مور بي بي امنه زیاتوي: «څوارلس کاله کېږي، چې کوچنیان ماشومان مې راڅخه تللي دي. چې نه وی راڅخه تللي اوس به د خپل کسب او کار وو. دغو بریتانویانو له مونږ سره سره هېڅ کومک نه دی کړی.»

اسلامي امارت هم وايي، چې په تېرو دوو لسیزو کې بهرنیو ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې جنایتونه کړي او د دغو جنایتونو څېړنه باید وشي.

د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد وايي: «په بېلابېلو سیمو کې يې وژنې کړي، سلګونه خلک یې بې ګناه وژلي، ځورولي او تکلیف کړي. مونږ د دوی ټولو حقوق غواړو خو په یوه مناسب وخت کې. اوس نه پوهېږو، چې د دوی دا اعلان به څومره صادقانه وي او څومره به دوی رښتيني وي، چې مجرمین تشخیص او محکمه کړای شي.»

د سياسي چارو کارپوه سید اکبر سیال وردګ زیاتوي: «ډېره مهمه ده، هغه افغانان چې په دا شل کلنه جګړه کې، متضرره شوي، دوی ته يې حقوق ورکړل شي.»

تر دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو بنسټونو داسې څېړنې کړي چې ښيي برتانوي ځواکونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتو پر مهال ملکي وګړي او زندانیان وژلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه