د اروپا د کډوالۍ اژانس راپور ورکړی چې په ۲۰۲۲ کال کې نږدې یو مېلیون کسانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستلو غوښتنه کړې ده.
اسوشیټیډ پرېس د اروپا د کډوالۍ اژانس په حواله زیاته کړې، تېر زېږدیز کال په اروپا کې د کډوالۍ لپاره د ۱۲۹ زره افغانانو غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.
د راپور په یوې برخه کې راغلي: «له سوریې وروسته، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امنیتي، بشري او مالي ستونزو له امله ۱۲۹ زره د پناه ورکړې غوښتنې د افغانان له لوري شوې دي.»
له دې سره سم، د کډوالو د حقونو په چارو کې ځینې فعالینې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري لګول شوي محدودیتونه او اقتصادي ستونزې هغه لاملونه ګڼي چې ورسره د افغانانو له لوري د پناه غوښتنې په شمېر کې ډېروالی راغلی دی.
د پناه غوښتونکو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ وايي: «د کډوالۍ اصلي دلیل د زدهکړو، کار او همداراز په اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو، سیاسي او امنیتي برخو کې پر ښځو محدودیتونو لګولو له کبله دی.»
له بل لوري د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې دې کاري زمینې ورته برابرې کړي.
د کابل اوسېدونکی حسیبالله وايي: «په لاره کې غله وي، ځینې قاچاقبر په یو بل مسافر پلوري او د ستونزو له کبله خلک ایران لور ته ځي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی فرهاد زیاتوي: «د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کوو چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، شرکتونه دې جوړ کړي، څو هېوادوال مو بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او خپل هېواد اباد کړي.»
تر دې مخکې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، نږدې ۷ میلیونه افغانانو په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.
په دې اړه مو اندونه