Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د انځورګرۍ هنر ته د زده کوونکو او زده‌کړیالانو نجونو مخه کول

د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د نه پرانیستل کېدو په لړ کې په کابل کې لسګونه نجونو د انځورګرۍ هنر ته مخه کړې ده.

دغه محصلانې او زده کوونکې وایي، چې د روحي او رواني فشارونو د کموالي په موخه یې دغه هنر ته مخه کې ده.
       
زده کوونکې هنګامه وايي:«موږ ډېرې خوشحاله یوو، د دې لپاره کله چې زموږ ښوونځي وتړل شول زموږ رواني حالت خراب وه. کله چې دلته راغلو انځورګري کوو له پخوا لږې ښې شوې یوو.»
  
بله زده کوونکې جینا هم وویل:«زده‌کوونکي باید وهڅوي ترڅو په هرې برخه کې چې غواړي پرمختګ وکړي.»

مریم د یوه خصوصي پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي د دویم کال محصله وه. خو اوس د نقاشۍ په دغه کارغالي کې کارکوي.

دا وایي، چې د خپلو روحي او رواني ستونزو د کمېدو لپاره یې د انځوګرۍ هنر د زده کولو پرېکړه کړې ده.
       
مریم طلوع‌نیوز ته وايي:«د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته پرېکړه مې وکړه د دې لپاره چې له ډېرو روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې وم چې یو بل کار ته مخه کړم له پرېکړې وروسته راغلم په دغه کارغالي کې می نقاشۍ او رسامۍ ته مخه کړه.»

اخوا، د دغه کارغالي ځينې مسوولانې وایي، چې نجونو ته یې د بوختیا د پیدا کولو په موخه دغه ورکشاپ جوړ کړی دی.
            
د انځورګرۍ د کارغالي مسوولی مژګان وویل:«دې ته په کتو چې ښوونځي د یوه کال لپاره تړل شوي دوی ونه شوای کړی ښوونځیو ته ولاړې شي. ومې غوښتل دغه استعداد یې ضایع نه شي ومې وغوښتل چې د هنر له لارې ورته خدمت وکړم.»
  
د انځورګرۍ د کارغالې مسووله پروانه هم څرګندوي:«د دغه کارغالي له جوړېدو زموږ موخه دا ده، هغه نجونې چې زموږ په شاوخوا کې دي او انځورګرۍ ته لېوالتیا لري موږ یو کارغالی جوړ کړ.»

تر اوسه په دغه کارغالي یا ورکشاپ کې ښځینه محصلانو او زده کوونکو پنځوس هنري آثار پنځولي دي.

دا په داسې حال کې ده، تر ۵۶۰ ډېرې ورځې کېږي، چې په هېواد کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښونځي تړلي دي او تر اوسه یې د پرانیستو څرک نه لګېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه