د کابل د دروازو د قطعې قومندان وايي چې د تېر پرتله د لویو لارو امنیت ډېر تامین شوی دی.
په وروستیو دوو میاشتو کې د دغې قومندانۍ چارواکي توانېدلي چې له مجرمانو څخه نشهيي توکي او بېلابېلې وسلې ترلاسه کړي.
د دغې قومندانۍ چارواکي ډاډ ورکوي چې د مسافرو او سوداګرو امنیت تامین دی او هغوی له وېرې پرته کولای شي چې تګ راتګ وکړي.
د کابل د دروزاو د قطعې د قومندانۍ د پلان او پالیسۍ امر عبدالله جلالي وايي:«موږ پوډر ترلاسه کړي چې د هغوی په منځ کې خام افیوم هم وو. همدارنګه ۶۶۸ قوطۍ نشهيي توکي او همدارنګه ۸۰۱ دانې ټابلېټ «که» ترلاسه کړي دي. د وسلې په هکله چې همدا اوس له موږ سره په ډيپو کې موجوده ده تقریباً ۱۷ میله توپانچې دي.»
د کابل د دروازو امنیتي سرتېري خان الله هم وویل:«دلته زموږ پلټنځای ۲۴ ساعته فعاله دی. موږ ملت ته ډاډ ورکوو چې په ارامۍ ژوند وکړي او موږ مخالفو کسانو ته اجازه نه ورکوو چې دننه شي.»
د کابل په دروازو کې د خلکو د امنیت د ټينګښت لپاره د اسلامي امارت له ځواکونو سره ښځينه پولیسې هم ترسترګو کیږي.
پولیسه نجیبه وايي:«موږ هر وخت تلاشي کوو. د اشرف غني په وخت کې هم زموږ دنده تلاشي کول و او دا کار مو کاوه.»
په دې لړ کې هېوادوال هم د لویو لارو د امنیت پر ټينګښت خوښ دي.
د کندهار اوسېدونکي مصطفی وویل:«په تېر کې موږ سفر نه شوی کولای، خو اوس ډېر ښه دی هر چېرته پلټنځایونه ډېر دي.»
د کابل د دروازو د قطعې قومندانۍ دغه راز وایي، چې توانېدلي دي چې د شمالي دروازې سکنر فعال کړي او د درېیو نورو دروازو د سکنرونو د فعالولو لپاره هم هڅې روانې دي.
په دې اړه مو اندونه