Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شانګهای غونډې له اسلامي امارته د نړۍوالې تولڼې غوښتنې تکرار کړې

د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې ځينې ګډونوالو په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت په رامنځته کېدو، له ترهګرۍ سره په مبارزې، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او بشرپاله مرستو په هکله ټینګار وکړ.

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د شاهنګای د همکارۍ سازمان په غونډه کې چې په انلاین بڼه جوړه شوې وه، په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو، د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب او د افغانانو د هوساینې په تړاو د دغه سازمان پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

د هند لومړي وزیر ویلي:«د افغانستان وضعیت زموږ د ټولو پر امنیت مستقیم اغېز لري. د افغانستان په اړه د هند اندېښنې او هیلې د شانګهای د همکارۍ  سازمان د ټولو غړو هېوادونو په څېر دي. موږ باید د افغانانو د هوساینې لپاره ګډې هڅې وکړو. له افغانانو سره بشري مرستې، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول، له ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو له قاچاق سره مبارزه، د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو خوندیتوب زموږ ګډ لومړیتوبونه دي.»

په دې غونډه کې د روسیې ولسمشر وایي چې په افغانستان کې د روسیې او د هغې د متحدانو لومړیتوب د ترهګرو ډلو له فعالیت، د مخدره توکو له قاچاق او له پلان شویو جرمونو سره  مبارزه ده.
 
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګنده کړه:«د شانګهای د همکارۍ سازمان بل تمرکز د افغانستان پر وضعیت دی. زموږ همکارانو په دې وروستیو کې په دې اړه خبرې کړې دي، په دې برخه کې باید د شانګهای د همکارۍ سازمان لومړیتوبونه له ترهګرۍ سره مبارزه، د لږکیو د رادیکال کولو مخنیوی، د نشه‌یي توکو د قاچاق مخنیوی او له پلان شویو جرمونو سره مبارزه وي.»

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د دې غونډې بل ویناوال و. هغه وایي چې په افغانستان کې ټيکاو نه یوزاې د افغانانو لپاره بلکې د سیمې د هېوادونو لپاره هم مهم دی.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي:«نړۍواله ټولنه بايد د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره مانا داره تعامل وکړي. راتلونکي ګامونه په همدې ډول واخیستل شي. د افغانستان لنډمهالی حکومت هم باید مشخص اقدامات ترسره کړي چې د دې هېواد خاوره د کومې ډلې له خوا د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي. یو سوله‌ییز او باثباته افغانستان نه یوازې افغانانو ته اقتصادي ګټې رسوي، بلکې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سیمې رښتینی اقتصادي ظرفیت هم لوړوي او د نړۍ له امنیت او سولې سره هم مرسته کوي.»

په دې لړ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش او د قزاقستان ولسمشر له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي.

ښاغلي ګوټرش زیاته کړه:«موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې د بشري حقونو ټولو پېښو ته درناوی کېږي او دا اقدام په سیمه کې همکاري او سوله دودولای شي. زه باور لرم چې ستاسو د سازمان ټول غړي به له افغانانو سره د مرستې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. زه له افغانانو سره د مرستې لپاره د افغان حکومت د ګاونډیانو د ژمنې هرکلی کوم.»

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف هم وايي:«باید دې ته ځانګړې پاملرنه وشي، څو د افغانستان خلک له دې کړکېچن حالته ووځي. له افغانانو سره مرستې د ملګرو ملتونو په ملاتړ او د دغه سازمان په همغږي کوونکي رول سره ترسره کېږي.»

بل خوا، په قطر کې د  اسلامي امارت سیاسي دفتر په دغه راز غونډو کې د اسلامي امارت د استازي د حضور غوښتنه کوي.
 
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شهین طلوع‌نیوز ته وویل:«د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو او د کاري زمینې د رامنځته کولو لپاره اړتیا ده چې ملګري ملتونه نورو پراختیايي پروژو ته پاملرنه وکړي، اقتصادي بندیزونه پای ته ورسوي او سیاسي مسایل له بشري مسایلو جلا کړي.»

په دغې غونډه کې ایران چې د شانګهای څارونکی غړی و، د دغه سازمان اصلي غړیتوب خپل کړ. 

د شانګهای د همکارۍ سازمان په یوې ورځنۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو استازي، د ټولیز امنیت د سازمان غړو او د ځنیو نورو بنسټونو استازو هم ګډون کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه