د هېواد امنیتي بنسټونه له خلکو غواړي چې د امنیت په ټینګښت کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند پرون چهارشنبه په یوې غونډه کې د کابل امنیتي ځواکونه له دې کبله وستایل چې د اختر په شپو او ورځو کې یې د خلکو امنیت ټینګ کړی او هېوادوالو دغه اختر له کومې امنیتي پېښې پرته تېر کړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: «د اختر په شپو او ورځو کې په هېواد کې یوه امنیتي پېښه هم نهلرو، دا یو ستره لاستهراوړنه ده.»
د کورنیو چارو وزارت سر یاور عبدالرحیم ثاقب وايي: «د اختر د ورځو په څېر امنیتي ځواکونو ستاسو او ستاسو د مال امنیت ټینګوي او د خلکو مرسته ډېره اړینه ده، موږ له خلکو غواړو چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.»
بلخوا د پلازمېنې اوسېدونکي بیا له سرپرست حکومته غواړي چې د امنیت ساتنې په برخه کې خپلې هلې ځلې لا زیاتې کړي.
د کابل اوسېدونکی الهام وايي: «موږ نه شول کولای په ورځ کې له وېرې او لړځې پرته تګ-راتګ وکړو.»
د کابل اوسېدونکی فردین زیاتوي: «اوسمهال امنیت ډېر ښه ټینګ دی، موږ خوښ یوو.»
تر دې مخکې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکو په وروستیو څو میاشتو کې د جنايي جرمونو د کچې له لوړېدو شکایت درلود.
په دې اړه مو اندونه