Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې نابینا زده‌کوونکي د تحصیلي فرصتونو د رامنځته کېدو غوښتنه کوي

په پلازمېنه کې ځينې نابینا زده‌کوونکي په هېواد کې د لا زیاتو تحصیلي فرصتونو د رامنځته کېدو غوښتونکي دي.

دوی وايي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې باید نابینایانو ته تحصیلي امکانات برابر کړل شي.

۱۲ کلنه بشرا په کابل کې د نابینایانو د مسلکي انسټېټیوټ د درېیم ټولګي زده‌کوونکې ده. نوموړې د خپلو زده‌کړو د لومړنیو پړاونو د ستونزو کیسه کوي او هیله لري چې په راتلونکي کې ښوونکې شي.

بشرا د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«دوه ځلې یې زه بوتلم او عملیات شوم کله‌چې عملیات شوم بیا یې ډاکټر ته بوتلم، ماته یې وویل یوځل امتحان شي چې لیدلی شي او که نه؟ کله چې تخته یې زما په وړاندې کېښوده او ما ونه شوی کړای چې ووینم، وروسته یې زه د نابینایانو ښوونځي ته راوستم.»

یو بل نابینا زده‌کوونکی محمد خالد هم وايي:«زما علاقه د تجوید او قرایت په علم کې ده چې دا علم په افغانستان کې کم دی. که‌چېرې د دغه علم زمینه په افغانستان کې برابره شي او تجربه لرونکي ښوونکي راوستل شي.»

نابینا علي ضیا هم طلوع‌نیوز ته وايي:«په هغو ولایتونو کې چې لېرې پراته دي هم د نابینایانو ښوونځي جوړ کړل شي، ځکه چې زموږ په ولایت کې نابینایان زیات دي او د مسلکي ښوونځي د نشتوالي له امله له ښوونځي پاتې دي.»

په کابل کې د نابینایانو د مسلکي انسټېټیوټ آمر بیا وايي، د اسلامي، عمومي او حرفه‌يي تعلیماتو په برخو کې دغو نابینایانو ته زده‌کړې دوام لري.

نوموړی له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د زده‌کړو په ځانګړې توګه د برېل لیک او اړوندو امکاناتو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د نابیناو د مسلکي انسټېټیوټ امر نور محمد فیضي څرګنده کړه:«له مرستندویانو زما غوښتنه دا ده چې دلته راشي او موږ ته د برېل لیک (د نابینایانو ځانګړی لیک) په برخه کې همکاري وکړي.»

د نابینایانو د مسلکي انسټېټیوټ د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د ښځینه‌وو په ګډون ۳۴۰ زده‌کوونکي په دغه انسټېټیوټ کې پر زده‌کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه