د زمري اتمه (د جولاۍ ۳۰مه) د انسان له چاقاق سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
له دې سره هممهاله، اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې په هېواد کې د انسان د قاچاق په وړاندې به جدي مبارزه وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«د افغانستان اسلامي امارت په جدي توګه متوجه دی چې مخنیوی وکړي؛ خو عموماً دننه په افغانستان کې قاچاق نشته؛ خو له افغانستانه بهر شتونلري له بده مرغه له افغانستانه بهر د انسان قاچاق ډېر دی.»
د کډوالو چارو شنوونکې آصفه ستانکزۍ څرګندوي:«د انساني قاچاق دلایل، بېوزلۍ، بې کارۍ او ټولنیزو او سیاسي مسایلو پورې تړاو لري چې په دې برخه کې د خلکو له پوهاوي سره پر قاچاق چیانو د هغوی د اعتماد مخنیوي کوي.»
لعل محمد یو له هغو زرګونو ځوانانو دی چې پر ناقانونه لارو یې مزل تجربه کړی دی. دی چې د دې لارې د ستونزو کیسې کوي، وایي چې پر دې لار د قاچاق کوونکو له لوري د انسانانو د قاچاق شاهد پاتې شوی دی.
راستون شوی لعل محمد وايي:«خلک قاچاق کېږي، لاس په لاس کېږي، ډله په ډله تحویلېږي، ډېر ظلم کوي ډېر یې ځورول هېڅ یې نهلرل.»
بل خوا یو شمېر هېوادوال وایي، چې د ناقانونه کډوالۍ پر لارو، له وهلو ټکولو، ربړونو او ان لادرکه کېدو سره مخ شوي دي.
د کابل اوسېدونکی عبدالرحمن څرګندوي:«هغه کسان چې په قاچاقي لارې ځي پیسې یې نه ورکول کېږي، پرې ظلم کېږي، یرغمل نیول کېږي پرې درانه کارونه کوي.»
د کابل بل اوسېدونکی عنایت الله هم وايي:«قاچاق د غلا لار ده له یوه هېواده یې بل هېواد ته لېږدوي، د مرګ احتمال شته، وهل ټکول شته.»
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په نړۍ کې د عامه پوهاوي د زیاتېدو په موخه، د جولای ۳۰ مه د انسان له قاچاق سره د مبارزې د نړۍوالې ورځې په نوم نومولې ده.
په دې اړه مو اندونه