Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د بشري حقونو پر تامین د المان ټينګار

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بربوک، په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ سره په لیدنه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین په برخه کې د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

د المان د بهرنیو چارو وزارت په ټوېټر (اکس) پاڼه لیکل شوي چې مېرمن بربوک په دغې لیدنه کې، د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد پیوستون نه شلېدونکی بللی دی.

په داسې حال کې چې د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویلي:«د افغانستان له ولس سره زموږ پیوستون نه نشلېدونکی دی، موږ به د دوی له حقونو دفاع ته دوام ورکړو. موږ د افغانستان د افغانستان د خلکو د بشري حقونو له دفاع څخه لاس نه‌اخلو.»

خو جرمني داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د تامینولو په موخه د خپلو هلو ځلو خبره کوي، چې د بشري حقونو یو شمېر فعالان بیا په هېواد کې بشري وضعیت اندېښمنوونکی بولي.

د بشري حقونو په چارو کې فعاله عالمتاب رسولي طلوع‌نیوز ته وايي:«ویلای شو چې په افغانستان کې د ښځو حق په بشپړه توګه نقض شوی دی؛ ځکه تراوسه د ښځو د کار او زده‌کړو د ممنوعیت او محدودیت په هکله په لسګونه فرمانونه صادر شوي دي.»

بلخوا د اسلامي امارت ویاند بیا وايي، په افغانستان کې بشري حقونه د اسلامي قوانینو پر بنسټ مراعت شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«البته د نړۍ او کلتوري توپيرونه باید درک شي، ښايي یو شی په لوېدیځ کې حقوق وګڼل شي، په ختیځ کې حقوق نه‌وي او همدارنګه اسلامي قوانین د حقوق لپاره ځانګړي تعریفونه لري چې موږ کولای شو د لوېدیځ له لیده د مسلمانانو حقوق تجزیه او تحلیل کړو.»

له دې سره سم، د اسیا پاسفیک عمومي مدیر له ریچارډ بنټ سره په کتنه کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو بشري وضعیت ډېر خراب یاد کړی او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې د خلکو پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي او د ښځو پر وړاندې تبعیض ته د پای ټکی کېږدي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه