Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هوايي ځواکونو قومندانۍ له لوري د څه باندې ۷۰ څرخکیو او الوتکو ترمیمېدل

د اسلامي امارت د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د دغه وزارت د هوايي ځواکونو د قوماندانۍ انجنیرانو تر ۷۰ ډېرې چورلکې او الوتکې ترمیم کړي دي.

د دغه وزارت د هوايي ځواکونو قومنداني عبدالغفار محمدي زیاتوي، دوی په دې وروستیو کې یوه تخریب شوې روسي چورلکه ترمیم کړې او الوتنې ته يې چمتو کړې ده.

عبدالغفار محمدي وايي:«تقریباً له ۷۰ ډېرې چورلکې او الوتکې زموږ تخنیکي انجنیري پرسونل جوړې کړې او اوس هم یو شمېر نورې چورلکې او الوتکې تر ترمیم لاندې دي.»

بل خوا د پوځي چارو ځينې شنوونکي د دفاع وزارت له خوا د دغو چورلکو او الوتکو ترمیم د اسلامي امارت د ځواکونو پیاوړتیا لپاره مهم بولي.

د پوځي چارو شنوونکی یوسف امین ځاځی څرګندوي:«د هوايي ځواک او هر تجهیزات چې ترمیمېږي یا جوړېږي، دا په پوځي عملیاتو کې ګټور تمامېدلای شي.»

د پوځي چارو شنوونکي صادق شینواری وویل:«د فعاله چورلکو او الوتکو درلودل هوايي ځواک او امنیتي سکټور پیاوړي کوي او په دې برخه کې باید نور هم کار وشي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د هېواد هوايي ځواک ډېر زیانمن شوی او د هېواد شاوخوا ۶۰ څرخکۍ او الوتکې ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه