Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قوش‌تېپې کانال له جوړېدو د ازبیکستان د ولسمشر اندېښنه

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، د قوش‌تېپې کانال د جوړېدو د اغېزو په هکله د لومړي ځل لپاره اندېښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي میرضیایف په تاجیکستان کې د ارال سمندر د ژغورنې د نړۍوال صندوق بنسټ اېښودونکو هېوادونو په سرمشریزه کې وايي چې د قوش‌تېپې کانال له لارې د اوبو استفاده به په منځنۍ اسیا کې د اوبو د لګښت نظم او انډول ته بدلون ورکړي.

د ازبیکستان ولسمشر په دغې سرمشریزه کې د قوشتېپې کانال د ټولو اړخونو او د امو سیند پر وضعیت یې د اغېزو د څېړلو لپاره د اسلامي امارت په ګډون د یوې ګډې ډلې پر جوړېدو ټينګار کړی دی.

شوکت میرضیایف په دې هکله وویل:«تاسو ښه پوهېږئ چې افغانستان په فعاله توګه د دغه کانال پر جوړولو بوخت دی. د قوش‌تېپې کانال فعالول ښايي په منځنۍ اسیا کې د اوبو د مصرف په نظم او انډول کې بنسټیز بدلون راولي. موږ باور لرو، چې د قوش‌تېپې کانال د جوړېدو او د امو سیند د اوبو پر استفادې یې د اغېزو د څېړلو لپاره د افغانستان په ګډون زموږ د هېوادونو د څېړنیزو انسټېټیوټونو په ګډون د یوې ډلې جوړېدل اړین دي.»

اسلامي امارت د ازبیکستان د ولسمشر د دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، چې د قوش تېپې کانال له لارې د امو سیند له اوبو ګټه اخیستنه د افغانستان حق بللی دی او ټينګار یې کړی، چې اسلامي امارت اړتیا نه لري، چې د نورو هېوادونو اوبه واخلي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په ۳۰مه ویلي و:«یو څاڅکی اوبه هم له نورو هېوادونو نه اخلو او اړتیا نه‌لرو او نه غواړو چې وایې خلو. نو هېڅ هېواد دې اندېښنه نه‌لري او له ازبیکستان هېواد سره ډېرې ښې دوستانه اړیکې لرو. او زموږ باور دا دی چې هغوی د افغانستان د ابادۍ او په پښو درېدو پلویان دي. او په دې برخه کې له موږ سره همکار دي.»

له دې سره سره، ځيني شنوونکي د قوش‌تېپې کانال او هر ډول بل کانال جوړېدل په هېواد کې د اوبو د سرچینو د استفادې په برخه کې د افغانستان حق ګڼي.

دغه کارپوهان د ازبیکستان د ولسمشر وروستۍ څرګندونې پر اسلامي امارت د یو ډول سیاسي فشار په موخه ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی سید مسعود وايي:«اوس چې اوسني واکمن د قوش‌تېپې په کانال کې ډېر کم خوځښت ترسره کړی، د هغوی غږ پورته شوی. او دا هم پر واکمنۍ یو سیاسي فشار راوړي او دا واکمني هم یو ډول لاس په خولې دی د دې لپاره چې د شمال په لور باید دروازې پرانیستې وي هغه ګاز او نفت چې له روسیې له لوري له همدې لارې راځي تر تورخمه ځي. او دا څرګندونې ډېرې جدي دي.»

د اوبو چارو شنونکی نجیب الله سدید هم څرګندوي:«د ازبیکستان په څرګندونو کې چې یو مثبت ټکی لیدل کېږي دا دی چې په تاریخ د لومړي ځل لپاره افغانستان ته بلنه ورکوي چې د امو سیند د اوبو په هکله غونډو کې ګډون وکړي او دا موضوع ډېره مهمه ده. کله چې د امو سیند په هکله بحث کېده، هېڅکله افغانستان نه بلل کېده.»

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د راپور پر بنسټ، تاجیکستان ۶۲سلنه، افغانستان ۲۷سلنه، ازبیکستان شپږ اعشاریه درې سلنه او ترکمنستان او قرغیزستان دوه دوه سلنه د امو سیند اوبه جوړوي، چې په دې لړ کې افغانستان له اوږدو کلونو راهیسې نه یوازې چې له خپلو اوبو ګټه نه‌ده اخیستې بلکې د دغه هېواد د خاورې یوه برخه هم د اموسیند د اوبو خوراک شوې ده.

د ازبیکستان ولسمشر د ارال سمندر د ژغورنې د نړۍوال صندوق بنسټ اېښودونکو هېوادونو په مشریزه کې د قوشتېپې کانال د ټولو اړخونو او د امو سیند پر وضعیت یې د اغېزو د څېړلو لپاره د اسلامي امارت په ګډون د یوې ګډې ډلې پر جوړېدو ټينګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه