Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قره‌قل خولیو ګنډونکي د دغه صنعت د بازار له ځوړه اندېښنمن دي

په پلازمېنه کې د قره‌قل خولیو ځينې ګنډونکي په هېواد کې د دغه صنعت د بازار له ځوړه اندښمن دي.

دوی وايي چې چارواکي باید د قره‌قل له پوستکي د جوړو شویو لاسي صنایعو نندارتونو د جوړولو په برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

محمد سلیم چې له ۶۰ کلونو راهیسي د کابل په شاه دوشمشیره سیمه کې د قره‌قل خولۍ ګنډي د دغه صنعت د ځوړ په هکله اندېښمن دی. 

محمد سلیم طلوع‌نیوز ته وویل:«ښاغلی کرزی و خولۍ یې په سر کوله، خلکو هم په سر کولې، او زموږ اسلامي دولت دی، باید دود یې کړي، زموږ  کسب ته دې هم لږه پراختیا ورکړي.»

د محمد سلیم په څېر ځينې نور قره قل خولۍ جوړونکي په دې برخه کې د نړۍوالو نندارتونونو له نشتوالي اندېښنه لري. دوی له اسلامي امارته غواړي چې له هېواده بهر ورته د نړۍوالو نندارتونونو او صادراتو زمینه برابره کړي.

خولۍ ګنډونکی ملک احمد وویل:«زمو غوښتنه همدا ده، پخوا به موږ نړۍوالو نندارتونونو ته بلل کېدو او د افغانستان دغه صنعت به موږ هلته وړه او وده مو ورکوله. نو اوس دې هم زمینه برابره کړي.»

بل خولۍ ګنډونکی روحد احمد هم څرګندوي:«دولت باید ملاتړ وکړي؛ د بېلګې په څېر د کسب‌ګرو لپاره یې باید په صادراتو کې اسانه رامنځته کړي.»

۶۵ کلن محمد لطیف بیا له ۴۵ کلونو راهیسې قره قل خولۍ په سروي. هغه له هېوادوالو غواړي چې د هېواد له تولیداتو او لاسي صنعت کار واخلي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد لطیف وايي:«په کورنیو تولیداتو دې تکیه وکړي، دغه لاسي صنایع ته دې وده ورکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال بیا وايي، د نورو هېوادونو د ویزې ستونزو له امله د قره‌قل لپاره نړۍوال نندارتونونه نه جوړېږي او هڅې کوي چې دغو مسایلو ته رسېدنه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند څرګندوي:«باید د افغانستان خصوصي سکټور له بندیزونو خلاص شي، د ټولو هېوادونو ویزې ورته برابرې شي د قانون په مطابق یې باید په ټولو سوداګریزو غونډو کې ګډون وکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت د قره‌قل درې سوه زره پوستکي یا څرمنې صادرې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه