Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني دولسم تلین

د وږي ۲۹مه نېټه د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني له دولسم تلین سره برابره ده.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په جلا جلا پيغامونو کې د برهان الدین رباني له کارنامو ستاینه کړې ده.

ښاغلي کرزي او ښاغلي عبدالله ویلي چې برهان الدین رباني په هېواد کې له نوموتو او سوله غوښتونکو څېرو څخه و.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د اېکس د خوالې رسنۍ په پاڼه لیکل شوي:«شهید استاد برهان الدین رباني د هېواد یو عالم، مهربان، متدین او پرهېزګاره شخصیت و، چې د افغانستان د خلکو د هوساینې او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره يې په پوره مېړانه او زړورتیا کار وکړ.»

عبدالله عبدالله هم لیکلي:«پروفیسور استاد رباني چې په تېرو څلورو لسیزو کې د هېواد په سیاست او ازادي غوښتونکو مبارزو کې اغېزمن شخصیت و، په ایماندارۍ یې د مبارزې په لار کې قدم اخیستی و، له خدای تعالی او خپلو خلکو سره یې صادقانه تعهد درلود.»

برهان الدین رباني د محمد یوسف زوی د ۱۳۱۹ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۹ مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې زیږېدلی دی.

هغه ښوونځی په بدخشان ولایت او مدرسه په کابل کې پای ته رسولي دي او بیا په ۱۳۳۹ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ته لار پیدا کړې وه.

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا وايي:«زما په فکر استاد رباني یو عالم او مجاهد و او د روسانو په وخت کې ښه رول لوبولی دی.»

ښاغلی رباني د لوړو زده کړو لپاره په ۱۳۴۵ لمریز کال کې د مصر جموریت ته لاړ او په ۱۳۴۷ کال کې يې د الازهر پوهنتون کې له شاملېدو وروسته په اسلامي فلسفه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او کابل ته راستون شو.

له هغه وروسته يې په ۱۳۵۰ کال کې د جمعیت اسلامي ګوند بنسټ کېښود او په ۱۳۷۱ کال کې د مجاهدینو د دولت ولسمشر شو.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وایي:«دا چې په الازهر کې یې زده‌کړې کړې وې، بشپړه پوه یې لرله او وتوانېد چې ځينې کسان له خپلې اډیالوژۍ سره راغونډ کړي او د حزب اسلامي یوه څانګه د جمعیت اسلامي په نامه جلا کړي او خپل فعالیت پېل کړي.»

بالاخره برهان الدین رباني ۱۲ کاله وړاندې د ۱۳۹۰ کال د وږي میاشتې په ۲۹ مه په کابل ښار کې په خپل کور کې د یوه برید په پایله کې ووژل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه