Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل - جلال اباد د لویې لارې تړلي پاتې کېدل او د هېوادوالو ستونزې

د کابل - جلال اباد د لویې لارې تړلي پاتې کېدو هېوادوالو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.

څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې دغه لویه لار د د ماهیپر په سیمه کې د غره د ښوېیدو له امله تړل شوې او له هغې وروسته، د موټرو د تګ راتګ لپاره یوه فرعي لار  پرانیستل شوه؛ خو اوس دغه فرعي لار هم د چټک تلوونکو موټرو پر مخ تړل شوې؛ خو د باروړونکو موټر پر مخ خلاصه ده. 

موټر چلوونکی عمران وايي:«موږ په اسلامي امارت غږ کوو، چې دغه ټرانزیټي او عمومي لار دې ژر تر ژره خلاصه کړي.»

بل موټر چلوونکي هم وویل:«دلته تاسو ګورئ چې په دغې خرابه لار کې لارۍ درېږي او بیا يې په نورو لویو موټرونو په دوه زره یا درې زره افغانۍ کش کوي.»

ورته مهال د کابل والي وايي، د غره ښوېیدنې له کبله يې د تړل شوي سړک پر بېرته پرانیستلو کار پېل کړی او ډېر ژر به دغه سړک د ټرافیکو پر مخ بېرته خلاص کړي.

د کابل والي محمد قاسم خالد څرګندوي:«د دې لارې خلاصون باندې ډېر جدي کار روان دی او دا دوه ورځې کېږي چې کار پرې پېل شوی او هیله شته چې په لنډ وخت کې به دا ستونزه موږ حل کړو او د ټولو هېوادوالو پر وړاندې به خلاصه شي.»

د کابل د ټرافیکو مدیر خیال محمد غاور هم په دې هکله وايي:«ستونزې شته دي او له هېوادوالو غواړو چې همکاري وکړي او د لته بند او کاپیسا په لارو دې لاړ شي ترڅو هېڅوک په تکلیف نه‌شي.»

بل خوا د چټکو تلوونکو موترو چلوونکي او مسافر زیاتوي، چې د لته بند او کاپیسا پر لارو ورته تګ ډېر سخت دی او د ماهیپر دغه بدیلې لارې اوږدې او ویجاړې دي.

موټر چلوونکي نجیب الله وویل:«د لته بند او کاپیسا لارې ډېرې اوږدي دي او وړکي موټر په دغو لارو نه‌شي تللی، ځکه لارې خامه او اوږدي دي.»

بل موټر چلوونکی شاه پور هم وايي:«د ماهیپر بدیلې لارې لته بند او کاپیسا ډېرې خرابې دي او وړکی موټر پرې نه شي تللی سخت ګردونه وي او د غټو موټرو لپاره ښه ده.»

د ودانیز شرکت مسوول چې د دغه سړک د پاک کېدو او خلاصېدو چارې پر غاړه لري وايي، په دغه سړک يې کار پېل کړی او شونې ده چې د یوې میاشتې په اوږدو کې د خلکو پر مخ خلاصه شي.

د ودانیز شرکت مسوول باور خان وویل:«موږ له پرون راهیسې په دې لار کار پېل کړی او هڅه کوو، چې په میاشت کې دننه دا کار خلاص او سړک پاک کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د سالنګ لویه لار هم له څه مودې راهیسې د دې لارې د جوړېدو له امله تړل شوې او د هېواد شمال ته تلوونکي هېوادوال يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه