Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسکو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پنځمه غونډه ترسره شوه

د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ پنځمه غونډه د اسلامي امارت په ګډون نن (جمعه) د لسو هېوادونو د استازو په حضور کې د روسیې په کازان ښار کې ترسره شوه.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي په دغه غونډه کې د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت خپلو ژمنو ته پابند دی.

ښاغلي متقي له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه و نه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي وویل: «موږ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو هیله لرو، لکه څنګه چې موږ نورو ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوو، دوی دې هم موږ ته له نسخو وړاندې کولو ډډه وکړي او د هغې پر ځای د له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې کار پیل کړي.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی چې د دغې غونډې کوربه و، ادعا کوي چې طالبانو د داعش په ګډون د نورو ترهګریزو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې مناسب اقدامات نه دي کړي.

ضمیر کابلوف همدا راز د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنۍ پر کنګل کولو نیوکه وکړه.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف وویل: « د واشنګټن له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګل کول معکوسه پایله لري او په دغه هېواد کې بد وضعیت نور هم خرابوي، دغه وضعیت بیا د افغانانو لپاره شرایط نور هم پیچلي کوي.»

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیائویونګ وویل: « نړۍواله او سیمه ییزه ټولنه باید له امریکا و غواړي چې د افغانستان پر وړاندې پر خپلو مسوولیتونو او ژمنو عمل وکړي. لکه څرنګه چې موږ ټول پوهیږو، د امریکا او ناټو له لوري د افغانستان ۲۰ کلن اشغال د افغانانو لپاره ګڼې ستونزې پیدا کړې او دغه هېواد یې ویجاړ کړ. امریکا او متحدینو یې له افغانستان سره مرستې بندې کړي، د دغه هېواد شتمني یې هم کنګل کړې او پر افغانستان یې یو طرفه بندیزونه لګولي چې د دغه هېواد د اوسېدونکو ستونزې یې څو چنده زیاتې کړي.»

د افغانستان د دوو ګاونډیو، ایران او پاکستان استازو هم له افغانستان سره پر تعامل او ټولګډونه حکومت جوړېدو ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، آصف علي دراني دې غونډې ته وویل: « پاکستان پر دې باور دی چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د تعامل له لارې موږ کولای شو د سولې او ارامتیا په راوستلو له افغانانو سره مرسته وکړو.»

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي، حسن کاظمي قمي وویل: «له جنیسیتي تبعیض پرته د زده کړو زمینې برابرول، د حاکم نظام د سیاسي مشروعیت داسې جلب چې د افغانستان ټول مذهبونه او قومونه پکې شتون ولري.»

اخوا دغې غونډې ته د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې استازي د ناظرینو په توګه بلل شوي وو.

روسیه، چین، ایران او پاکستان د منځنۍ اسیا د پنځو نورو هېوادونو په ګډون د دغې غونډې سمبالوونکي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه