Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کابله تر دوحې؛ سیمرغ د موټرو نړۍوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو

په قطر کې د جینیوا د  ۲۰۲۳ زیږدیز کال په ستر نړۍوال نندارتون کې د افغانستان جوړ شوی موټر نندارې ته وړاندې شو.

په افغانستان کې د اېنټاپ شرکت عامل مدیر، محمد رضا احمدي وايي، له ډېرو هلو ځلو وروسته پر دې توانیدلی چې په افغانستان کې جوړ شوی موټر د قطر نړۍوال نندارتون ته لار پیدا کړي او دغه موټر ولېږدوي.

په افغانستان کې د اېنټاپ شرکت عامل مدیر، محمد رضا احمدي و ویل: «یو خیالي الوتونکی چې د ټولو پوښتنو ځواب وايي خو د پیداکولو لپاره باید کوه قاف ته لاړ شي، په زرګونو الوتونکي روان وي او بیا کوښښ کوي د اوو مرحلو څخه تیر شي خو یواځې سیمرغ  کوه قاف ته ورسیږي او څه چې پیداکوي هغه سیمرغ نه وي بلکې د حقیقت هینداره ده.»

په دغه نندارتون کې د نړۍ مشهورو موټر جوړونکو شرکتونو ګډون کړی او د موټر جوړونې نوې طرحې یې نندارې ته وړاندې کړې دي.

په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست هم د دغه نندارتون د پرانیستې پر مهال په افغانستان کې د جوړ شوي موټر لیدو ته ورغلی دی.

د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي و ویل: «د یو تن په وسیله د یو موټر تولید کولای شي چې په هېواد کې د موټر جوړولو د صنعت په برخه کې  پانګې اچونې ته لاره هواره کړي او همدارنګه کولای شي چې په هېواد کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا پر دې باور دي چې د موټر جوړولو د صنعت له نوښت سره، افغانستان په اقتصادي برخه او د کارموندنې په برخو کې یو بل ګام هم پورته کوي.

د اقتصادي چارو شنونکي، شبیر بشیري و ویل: «د موټر جوړولو صنعت په افغانستان کې بې مخینې نوښت دی،چې کولای شي اوس مهال د افغانستان په اقتصاد کې یو مثبت ګام و اوسي او حالاتو ته په کتو سره  د موټر جوړولو فرهنګ کولای شي، چې د اقتصاد پیاوړتیا او په افغانستان کې د کارموندنې پر برخه کې اغیزمن اوسي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رشتیا و ویل : « تولید کولای شي په دوه برخو کې ګټور و اوسي، لومړی دا چې په نړۍ د یو هېواد هویت نندارې ته وړاندې کوي او دوهم دا چې په اقتصادي برخه کې کاري زمینې هم برابروي.»

دغه نندارتون د اکټوبر پر ۵مه، د تېرې پنجشنبې په ورځ پرانیستل شو او په پام کې ده چې تر راتلونکو لسو ورځو دوام وکړي او سر له شنبې د لیدونکو پر مخ به پرانیستې وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه