د کابل ښار په عیدګاه جومات کې نن (جمعه، د تلې ۲۱مه) د هېواد له بېلابېلو سیمو په سلګونه راټول شويو کسانو، د یو لاریون په ترڅ کې، د اسراییلو ضد شعارونو په ورکولو سره د فلسطین له خلکو ملاتړ اعلان کړ.
دغه لاریون کوونکي وايي، په هر ډول شرایطو کې د فلسطین له ولسه ملاتړ ته چمتو دي او تر پایه به هغوی یوازې پرینږدي.
لاریون کوونکي، نظر محمد مطمئن، و ویل: «دا ځمکه د فلسطین ده، دا ځمکه د مسلمان ده، دا ځمکه د عرب او عجم ده او موږ به یې ازادوو.»
لاریون کوونکي، عظمت الله مجید په دې تړاو و ویل: «په یاد مو وي چې دې جګړې اتیا کاله دوام کړی دی، که زر کاله هم دوام وکړي، انشا الله چې پای که به مسلمانان بریالي کیږي.»
ځینې نور بیا وايي، د اسلامي امت لپاره لازمه نه ده چې پر فلسطنیانو د روان ظلم پر وړاندې چوپ پاتې شي او باید د دغه زور زیاتې پر وړاندې مبارزه وشي.
لاریون کوونکي، عبدالحق حماد څرګنده کړه: «ای د اسلامي هېوادونو مشرانو، په خاصه توګه د عربي هېوادونو مشرانو، زما دې په الله ج قسم وي، که تاسو نن د فلسطین مرسته و نه کړئ، داسې وخت په راشي چې همدا اسرایل به پر تاسو مسلط وي.»
یوه بل لاریون کوونکي، حماس و ویل: «هغه مسلمانان چې په فلسطین کې مظلوم مسلمانان دي، هغوی ته دا غږ ورکوي چې موږ د تاسې په څنګ کې ولاړ یو، هر ډول مرسته چې وي موږ به یې له تاسو سره کوو.»
ځینې ځوانان بیا پر غزې تړانګه د اسراييلي بریدونو د غندنې ترڅنګ له فلسطیني ولس سره خواخوږي څرګندوي.
لاریون کوونکي، فیروز بهمن و ویل: «سل په سله کې موږ له خپلو فلسطیني وروڼو ملاتړ کوو، دا زموږ ایماني او اسلامي دنده ده چې له فلسطین ملاتړ وکړو.»
لاریون کوونکي، فیروز بهمن و ویل: «که فلسطین کې زموږ د وروڼو، خویند او فلسطیني ماشومانو د ملاتړ وس نه لري حد اقل د دې ځوانانو او مجاهدینو پر مخ دې دا ملي، انګلیسي او پلاستیکي پولې پرانیزي »
د دغه لاریون په پای کې هېوادوالو د فلسطنیانو په ملاتړ ۷ ماده ییز پریکړه لیک هم خپور کړ.دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو اوو ورځو راهیسې فلسطیني ځواکونو د اسراييلو ډيرې برخې له اسراييلي ځواکونو نیولي او اوس هم د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه دوام لري.
په دې اړه مو اندونه