Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له عبدالسلام حنفي سره د اوکادا لیده کاته؛ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وشوې

په کابل کې د جاپان پخواني سفیر تاکاشي اوکادا ویلي چې هېواد یې له نړۍ سره د اسلامي امارت د نږدې کېدو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

ښاغلي اکادا د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې، د افغانستان او جاپان ترمنځ د اړیکو سربېره د بشري مرستو لپاره هم خبرې اترې کړي دي.

ښاغلی حنفي په دغې لیدنه کې د نړۍ له هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتنه کړې ده.

ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د امنیتي مسایلو په هکله هم خبرې کړي او ښاغلي حنفي ویلي هېچاته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وویل:«د افغانستان د اسلامي امارت او جاپان هېواد ترمنځ اړیکې ډېرې ښې او پیاوړې دي او دغه اړیکې د دواړو هېوادونو د ولسونو او حکومتونو ترمنځ پرمختګونو ته زمینه هواروي. موږ په دې لټه کې یوو چې د جاپان له تجربو د هېواد په ابادولو کې ګټه واخلو.»

ذبیح الله مجاهد زیاتوي، په دې کتنه کې په افغانستان کې د جاپان سفیر زیاته کړې، هڅه کوي د طالبانو اړیکې له نړۍ سره نږدې کړي او ډاډ يې ورکړی چې دوی د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي.

بل خوا د سیاسي چارو ځينې شنوونکي او پخواني ډیپلوماټان له جاپان سره د افغانستان اړیکې مهمې ګڼي او په دې باور دي چې له اوسني وضعیته د وتلو لپاره باید سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

د سیاسي چارو شنوونکی اېمل دوست‌یار څرګندوي:«جاپان هغه هېواد دی چې کولای شي په افغانستان کې په هره برخه کې ښه بدلونونه رامنځته کړي او موږ باید نه یوازې جاپان، بلکې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو.»

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج هم وايي:«جاپان له افغانستان سره نږدې، یو تولیدي او صنعتي هېواد دی او له افغانستان سره يې تل بلاعوض مرستې کړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې هېڅکله مداخله نه‌ده کړې.»

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې په ورځ، تاکاشي اوکادا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي و، چې په افغانستان کې د جاپان د سفیر په توګه يې دنده پای ته رسېدلې او له دې وروسته به تاکویوشي کورمایا د دغه سفارت مسوولیت پر غاړه ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه