Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل دشت برچي چاودنه کې څلور کسان مړه او اووه ټپیان دي

د کابل د دشت برچي سیمې جمعې شپې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګژوبله اړولې.

په دغه چاودنه کې د څلورو وژل شویو له ډلې یو هم ۱۵ کلن احمد ضیا دی چې جسد یې د جمعې په ورځ خاورو ته وسپارل شو.

هغه هیله درلوده چې هېواد ته مډال راوړي خو له دې خبر نه و چې له خپلو ټولو هیلو سره به په خاوره کې دفن شي.

د احمد ضیا پلار، سید حبیب و ویل: «زه د شپږو بجو په شاوخوا کې پل سوخته کې وم او د کور خوا ته راروان وم، نقاش ته چې راورسېدم چاودنه وشوه.»

د احمد ضیا ملګري، محمد نسیم طلوع نیوز ته و ویل: «زه تر اووه بجو له هغه سره وم، موږ یو واده ته بلل شوي وو ما ورته وویل چې راځه له ماسره واده ته خو و یې ویل چې نه زه نن شپه کلپ ته ځم.»
د احمد ضیا ماما، علي رضا و ویل: «خلک نور له دې بیوزلۍ او بدبختۍ ستړي دي اوس دا چاودنې هم پیل شي.»

یو شمېر هېوادوالو چې د احمد ضیا په جنازه کې یې ګډون کړی و، له سرپرست حکومت یې وغوښتل چې د ورزشي او اکاډمیکو بنسټونو د امنیت په برخه کې دې جدي پام وکړي.

د کابل اوسېدونکي، مهدي و ویل: «له اسلامي امارت زموږ غوښتنه دا ده چې د جوماتونو او تکیه خانو امنیت ټینګ کړي. زموږ غوښتنه دا د چې دې برخې ته لږ ډېر پام وکړي.»

د کابل بل اوسېدونکي، حسین و ویل: «له اسلامي امارت زموږ غوښتنه دا ده چې د اهل تشیع اړوند جوماتونو، تکیه خانو او کلپونو امنیت وساتي ځکه همدې ځایونو ته ګواښ دی.»

اخوا، د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د تېرې شپې په برید کې چې د کابل په لویدیځ کې په یوه سوداګریز مرکز کې وشو، څلور تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ و یل: «په خواشینۍ سره باید ووایم چې تېره شپه  کابل ښار په اتلسمه حوزه کې په یو مارکیټ کې د یوې چاودنې له امله زموږ څلور تنه هېوادوال شهیدا شوي دي او اووه تنه ټپیان شوي دي او د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ دی. د چاودنې په اړه پلټنې پیل شوي دي.»

تر دې دمه د دغه برید مسوولیت هیڅ یوې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو اسلامي امارت ویلي، چې په دې تړاو یې څیړنې او پلټنې پیل کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه