Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماشومانو د اصلاح او روزنې ریاست: بندخونې دې د علم په مرکزونو بدلې شي

د ماشومانو د اصلاح او روزنې ریاست مسوولین د کلنۍ ازموینې په لومړۍ ورځ وایي، هڅه کوي چې ټولې بندخونې د علم او هنر په مرکزونو بدلې کړي.

د یاد مرکز رییس وايي، په دغو مرکزونو کې یې هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته هم چې بېلابېل جرمونه یې ترسره کړي د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز رییس، نظر محمد ناصري وویل: « دلته موږ امتحان اخلو او اسناد ورکوو، تر څو په خپل مخکني ښوونځي کې په هماغه صنف کې داخل شي او که فارغ شي نو د فراغت اسناد ورکوو چې پوهنتون شروع کړي.» 

عبدالرحمن او نويد هغه دوه تنکي ځوانان دي چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په ریاست کې شپې ورځې تېروي.

دوی په دغه مرکز کې د زده کړو له زمینې خوښ دي او له مسولینو غواړي چې لا زیاتې ښوونیزې زمینې ورته برابرې کړي.

عبدالرحمن طلوع نیوز ته وویل: « څه موده کیده چې پلار مې مړ شوې وه، او پوروړی وم له هر چا مې پور اخیستې وه خپله هم له ایرانه راغلی وم پیسې مې نه لرلې.»

نوید هم په دې اړه زیاته کړه: « درس مو ووایه او زده کړې مو وکړې او وروزل شوو او زه پښیمانه یم نور دغسې کارونه نه کوم خپل کار او زده کړو ته دوام ورکوم.»

د ماشومانو د اصلاح او تربیت په مرکز کې ۲۸۰ ماشومان او تنکي ځوانان ساتل کیږي او د دغه مرکز له لوري ورته د زده کړو زمینه برابره شوی ده.

نن د دغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ازموینو لومړۍ ورځ ده او له سرپرست حکومته غواړي چې له خوشې کېدو وروسته ورته په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه برابر کړي.

د ماشومانو د اصلاح او روزنې په ریاست کې بندي، بلال وویل: « شاوخوا ۵۴ ورځې کیږي چې دلته په دولسم ټولګي کې یم او ښوونکي مو تکړه دي او ښه درس راکوي.»

په دغه مرکز کې یو بل بندي، فرهاد هم وویل « غواړم وروسته تر دې چې له دې ځایه فارغ شم نور جرم ونه کړم، غلا ونه کړم او غواړم خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او په راتلونکي کې ښوونکی شم.»

د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز د لیسې مدیر، عبیدالله عزیزي هم زیاته کړه: « د افغانستان ټول محبسونه څخه مو د علم او هنر ځایونه جوړ کړي، د بندخونو د تنظیم چارو تر مشرۍ لاندې په کابل کې په محبسونو کې زده کړې او روزنې او مسلکي زده کړې برابرې شوي دي.»

د ماشومانو د اصلاح او روزنې مسوولین ټينګار کوي چې  په دغه مرکز کې هغه ماشومان او تنکي ځوانان ساتل کیږي چې د غلا، وژنې او نورو ګڼو جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

عبدالرحمن او نويد هغه دوه تنکي ځوانان دي چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په ریاست کې شپې ورځې تېروي او په دغه مرکز کې د زده کړو له زمینې خوښ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه