Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټولیز امنیت تړون سازمان له افغانستانه د مخدره توکو پر قاچاق اندېښنه ښودلې

د ټولیز امنیت تړن سازمان په خپله غونډه کې سیمه کې د مخدره توکو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر موضوعاتو خبرې کړي دي.

د قرغزستان ولسمشر په دغه غونډه کې  ویلي چې هېواد یې د یوه باثباته او سوله ییز افغانستان ملاتړ کوي.

د قرغزستان ولسمشر، صدر جباروف و ویل: «قرغزستان په بشپړه او هر اړخیزه توګه د یوه باثباته افغانستان ملاتړ کوي او موږ د وړاندیزونو په برخه کې د افغانستان د کورني دولت له هڅو هرکلی کوو. موږ د بشري وضعیت د لا خرابوالي د مخنیوي په تړاو د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د سرپرست حکومت د ژمنو له عملي کېدو ملاتړ کوو.»

د قزاقستان ولسمشر، قاسم جومارت توکایف څرګنده کړه: «موږ په دې باور یو چې افغانانو ته د بشرپالو مرستو دوام او په سیمه ییز اقتصاد کې د دغه ځوریدلي هېواد ادغام مهم دی. سږ کال قزاقستان افغانستان ته خواړه او نور د اړتیا وړ توکي استولي دي.»

د ټولیز امنیت د سازمان ځینو غړو هېوادونو بیا د دغه سازمان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو شورا او د امنیت شورا د سرمنشيانو کمیټې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو اندیښنه څرګنده کړې ده.
د دغې غونډې ګډون کوونکو په سیمه کې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په تړاو هم خبرې کړې دي.

د ټولیز امنیت د سازمان غړو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «له  افغانستانه د افینو، کوکایینو، چرسو، مصنوعي نشه يي توکو او کیمیايي موادو د قاچاق او ستونزو په تړاو یې هم اندیښنې شریکې شوې.»

د سیاسي چارو شنونکي، نجیب الرحمن شمال طلوع نیوز ته و ویل: «د افغانستان سرپرست حکومت باید له نړۍ په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې برخه کې د خپلو ژمنو برخه کې عملي ګامونه واخلي.»

که څه هم اسلامي امارت په دې تړاو نوي څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویلي چې په هېواد کې د نشه يي توکو د تولید او قاچاق کچه صفر شوې ده.

روسیه، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجېکستان، افغانستان او سربیا د ټولیز امنیت د سازمان غړي هېوادونه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه