Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حنفي نړۍوالو غونډو ته د ا.ا استازي پر وربللو ټینګار کړی

د رییس الوزرا اداري مرستیال د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره د افغانستان په تړاو د غونډو جوړېدو، افغان کډوالو او بې وزلو سره د مرستو په اړه غږېدلی.  

عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او نورو غونډو کې د اسلامي امارت د استازو د بلل کېدو غوښتنه کړې ده.

ارګ د دې لیدنې په اړ لیکلي: «د اسلامي همکاریو سازمان او نورو نړیوالو سازمانونو او هیوادونو له لوري چې د افغانستان په تړاو هره غونډه جوړېږي باید د افغان حکومت استازي ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شي، ترڅو د دغو غونډو او کنفرانسونو پیغام په ښه ډول تبادله شي او دواړو لوریو ته به ګټورې هم تمامې شي.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «دا د خواشینۍ ځای دی، موږ تل ټینګار کړی چې افغانستان باید د افغانستان په اړه غونډو کې ګډون ولري ترڅو د افغانستان دریځ وړاندې کړي او دلته د وضعیت ریښتینی انځور وړاندې شي.»

د ارګ له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، روزا اوتنبایوا هم له ښاغلي حنفي سره په کتنه کې د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د غونډې د جوړېدو او د خپل ګډون په تړاو معلومات وړاندې کړي.
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي پر دې باور دي چې په غونډو کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د دریځ وړاندې کولو په موخه، د اسلامي امارت د استازو ګډون ګټور تمامېدای شي.

د سیاسي چارو شنونکي، سید مقدم امیني طلوع نیوز ته و ویل: «ترهغې چې په نړۍوالو قوانینو کې د افغانستان هویت و نه ټاکل شي، نړۍوالې ناستې به حقوقي بڼې و نه لري او دا به د افغانستان په قوانینو کې د یوې تشې په توګه وي.»

د افغانستان په تړاو د سیمې او نړۍ ډېریو غونډو کې د اسلامي امارت استازي ته بلنه نه ورکول کیږي او اسلامي امارت تل د دغې چارې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه