Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې مخابراتي پوښښ پراختیا مومي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، په پام کې ده چې د اترا ریاست د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ۴۵۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ کړي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي چې د دغو سایټونو له ډلې به افغان ټلیکام د ۲۷ اعشاریه ۵ مېلیون امریکايي ډالرو په لګښت کابو ۲۸۰ سایټونه په ۱۸ ولایتونو او۳۲۰ ولسوالیو کې جوړ کړي چې د دغو سایټونو له فعالېدو سره به د لرې پرتو سیمو ډېری اوسېدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي.

عنایت الله الکوزي په دې هکله زیاته کړه:« ۴۵۰ نوي مخابراتي سایټونه مو اعلان کړي دي او ټاکل شویو سیمو لپاره دغه سایټونه ډيزان شوي، چې په هغه ځایونو کې چې هېڅ ډول مخابراتي خدمتونه نه‌وي او ډېری دغه ( ۳۲۰ ولسوالۍ) له مخابراتي خدمتونو محرومې وې.»

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي چې د مخابراتي خدمتونو له لوړې بیې شکایت کوي له اسلامي امارته غواړي چې د مخابراتي خدمتونو د بیو د راکمولو لپاره اقدام وکړي.

دوی وايي، د ګاونډیو هېوادونو پرتله په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونه بیه ډېره لوړه ده.

د کابل اوسېدونکی راشد‌الله د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«باید بیې کنټرول کړي، ټولو دستګاوو ته باید بیې وټاکي ځکه هره دستګاه چې په هر څومره بیه یې زړه وي پر پېرودونکو انټرنېټ پلوري.»

ورته مهال، د چارو ځينې شنوونکي بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دغه پرېکړه د کار د چټکتیا او د سوداګرۍ په برخه کې ګټوره بولي.

د اقتصادي چارو شنوونکي عبدالظهور مدبر په دې اړه څرګنده کړه:«د انټرنېټ او مخابراتو اسانتیا کولی شي د کار او سوداګرۍ پروسې ساده کولو په ګډون مثبتې ټولنیزې او اقتصادي اغېزې ولري، او د اقتصادي سوکالۍ لپاره ګټورې دي.»

تر دې وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي شبکو لپاره د یو جي بي انټرنېټ بیه ۱۱۰ افغانۍ او د ټلېفوني اړیکو بیه یو اعشاریه ۸۵ روپۍ ټاکلې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه