Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تازه ګمارنې؛ په څو ولایتونو کې سیمه ییز مسوولین ځای پر ځای شوي

د اسلامي امارت د مشر د حکم سره سم په فاریاب، فراه، هرات، بلخ، کندهار او نیمروز ولایتونو کې تازه ګمارنې شوې دي.

په دغو ګمارنو کې یو شمېر څېرې د والیانو، امنیه قومندانانو او ښاروالانو په توګه ټاکل شوي دي.

په دغو ګمارنو کې د فاریاب د لومړۍ پلې لوا مخکنی قومندان مولوي غوث الدین رهبر، د فراه د والي په توګه، د هرات مخکینی ښاروال حاجي عبدالرازق راشد د بلخ د امنیه قومندان په توګه، د بلخ مخکینی امنیه قومندان ملا عبدالظاهر مدثر د نیمروز د امنیه قومندان په توګه، د کندهار مخکینی ښاروال ملا نعمت الله حسن د هرات د ښاروال په توګه، د کندهار مخکنی مستوفي ملا حکمت الله د کندهار د ښاروال په توګه، او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور مخکنی رییس نور احمد سعید د دغه ولایت د مستوفي په توګه ګمارل شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد چې په کابینه کې تغیرات یوه اړتیا ګڼي او وایي :« خپلې تجربې به په یو او بل ولایت کې شریکې کړي په ځانګړې توګه په امنیتي برخه کې چې د اسلامي امارت یوه له مهمو موخو  څخه ده چې د هېواد امنیت ښه ټینګ شي او په ټوله کې د هېواد پولې وساتل شي.»

د سیاسي چارو ځینې شنونکي بیا وايي، که په نویو ګومارنو کې تجربه او تخصص په پام کې نیول شوی وي، د وضعیت په ښه کېدو  به اغېزه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني په دې اړه وویل: « تغیر او تبدیل په نظام کې یو اصل دی او باید د وړتیا له مخې ترسره شي. دا چې د یوه حکومت نظر وي نو باید ترسره شي.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکي، عزیز معارج هم وویل: « ګټه یې دا ده چې یو نوښت رامنځ ته کیږي، هغه څوک چې خپل کار نه شي کولای کیدای شي یو بل یې پر ځای راشي او ښه کار وکړي.»

تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ، د ډایکنډي مخکنی والي، محمد امان عبید د کابل د والي، د کابل مخکنی والي محمد قاسم خالد د نیمروز د والي او د نیمروز مخکینی والي د ډایکنډي د والي په توګه ګمارل شوي وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه