Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایراني رسنۍ: د کرمان ښار وروستیو چاودنو کې له لسو زیات افغانان وژل شوي

د ایران امنیتي مسوولین وایي چې د ایران د کرمان ښار په وروستیو چاودنو کې د افغانستان وګړي هم وژل شوي دي.

ایراني رسنیو د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخواني قوماندان په حواله لیکلي چې په دغو چاودنو کې د وژل شویو افغانانو شمېر ۱۲ تنو ته رسیږي.

«رضا نورزی، محمد قاسم احمدي، مریم تاجېک، محمد متین احمدي، محمد تاجېک هند، نازنین فاطمه عزیزي، زهرا فیضي، نظیفه غفوري، نعمت الله اڅکزی، لطیفه اڅکزۍ، معمصومه اڅکزۍ او راز ګل علیزی د وژل شویو افغانانو نومونه ښودل شوي دي.»

د کډوالو د حقونو چارو فعال محمد خان طالبي و ویل: «د دغو وژل شویو په ډله کې ۱۲ تنه یې افغانان دي چې د ایران د کرمان ښار د کډوالۍ ادارو له لوري تایید شوي دي. اړتیا ده چې د ایران ټولي قضايي او اړوندې ادارې د دغې پېښې څرنګوالی او ټولې زاویې و څیړي.»

د اسلامي امارت ویاند په ګاونډیو او سیمې هېوادونو کې له میشتو افغانانو غواړي چې د دغو هېوادونو په سیاسي غونډو کې برخه وانخلي.

ذبیح الله مجاهد وايي، په دغه غونډه کې د افغانانو د وژل کېدو خبر یې د ایران له بهرنیو چارو وزارت سره شریک کړی څو یې هویت ثابت شي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «دبهرنیو چارو وزارت په دې لټه کې دی چې د دغو وژل شویو افغانانو هویت تثبیت کړي، دا برید چې ډېره مرګژوبله یې درلوده د اسلامي امارت له لوري  غندل شوی دی.»

د ایران په کرمان ښار کې د تېرې چهارشنبې ورځې د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند په یوه خبري غونډه کې وايي، داعش د سیمې هېوادونو او افغانستان لپاره اوس هم یو ګواښ دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي و ویل: «د دغې پیښې په تړاو زه یوازې هغه څه وایم چې مخکې مې ویلي، داعش د یوه ترهګریز ګواښ د دوام پاتې شونې دي. داعش په عمومي توګه له افغانستانه د باندې دي چې هلته یې خپله قومنداني ساتلې ده او د سیمې او افغانستان لپاره تل د یوه دوامداره ترهګریز ګواښ په توګه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې ایران تل امریکا تورنه کړې چې په سیمه کې د داعش ډلې ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه