Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل او مزارشریف کې چاودنې شوي

د کابل ښار اتلسمې حوزې د نن (پنج شنبې) ورځې په چاودنه کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې دا پېښه دشت برچي سیمه کې د یو سوداګریز مرکز مخې ته د لاسي بم چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړې چې د پېښې د عاملیو هڅې روانې دي.

له بلې خوا، مزارشریف ښار کې سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې نن (پنج‌شنبه) له غرمې وروسته په دغه ښار کې چاودنه شوې ده.

دغه پېښه نن ماسپښین ۳ بجې د ښار د څلورمې حوزې اړوند بلخ دروازې سیمه کې شوې.

تر دې دمه د دغو دوو پېښو مسوولیت نه دی منلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه