Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېټانیوي چارواکی: افغانستان کې د سفارت بیا پرانېستلو غوښتنې ارزول کیږي

یو برټانوي چارواکي ویلي چې په افغانستان کې د یاد هیواد د سفارت پرانیستلو لپاره غوښتنې تر ارزونو لاندې دي.

د بریټانیا د افریقايي برخې د پراختیا وزیر ویلي، د دغه سفارت د بیا پرانېستنې لپاره پر غوښتنو غور روان دی؛ خو په خبره یې چې دمګړۍ سیاسي او امنیتي وضعیت دوی ته د دې اجازه نه ورکوي چې، په افغانستان کې ډیپلوماټيک حضور ولري.

نوموړی د قومي لږکیو پر وړاندې د اسلامي امارت د تګلارې بدلون، د اسلامي امارت له بنده د څلورو بریټانویانو ازادېدل او د ترهګرو پر ځالې د افغانستان  نه بدلېدل له طالبانو د بریټانیا اساسي غوښتنې بولي.

د بریټانیا د افریقايي برخې د پراختیا وزیر انډریو میچل ویلي: « له طالبانو د بریټانیا اصلي غوښتنې د ښځو او قومي لږکیو پر وړاندې د تګلارې بدلون او له دې ډاډ ترلاسه کول چې، افغانستان د ترهګرو د فعالیتونو پر ځالې بدل نشي.
زموږ لوړ پوړي چارواکي د څلورو بریټانوي بندیانو چې په تېر اکټوبر کې نیول شوي، د ازادولو په ګډون په منظم ډول له طالبانو سره خبرې کوي.
زموږ چارواکي به هغه مهال چې، وضعیت سم شي، کابل ته سفر وکړي. د افغانستان لپاره د بریټانیا د سفارت چار سمبالي تېره میاشت کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره هم وکتل.
له پیچلي وضعیت سره سره بریټانیا د افغانستان له امن کېدو سره مرسته کړې ده.د سفارت په تړاو د ښاغلي ایلووډ د غوښتنې په تړاو؛ موږ به هغه څه ته چې هغه ویلي پام وکړو او هغه به وڅېړو.»

د چارو ځینې شنونکي وايي، اړتیا ده چې، اسلامي امارت د نړۍوالې ټولنې ځینو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

سیاسي شنونکي عبدالمتین ناصري و ویل: «اسلامي امارت باید هغه وړې پلمې چې د نړۍ زبرځواکونه یې لري له منځه یوسي.»

د ویلو ده چې، د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د بریټانیا د سفارت له چار سمبالي سره په کتنه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د لندن د تعامل غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه