Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: د وسپنې پټلۍ انسټېټیوټ جوړېږي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د افغانستان د وسپنې پټلۍ د ادارې په ګډون له څلورو خصوصي بنسټونو سره د ۱۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د یادې ادارې مرستیال وایي په دغو هوکړه لیکونو کې د وسپنې پټلۍ د انسټېټیوټ جوړول، مسلک، د خامو توکو تجهيزات، کتابتون او لابراتوار، د لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو روزنه او وړیا بورسیې شاملې دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو مالي او اداري مرستیال، فضل الرحمن فاضل وویل:« له پنځو کمېټو سره مو بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړل چې ټولټال شپاړس لکه ډالرو کېږي چې د یو سل او شل لکه افغانیو سره برابرې دي.»

بل لور ته، د وسپنې پټلۍ ادارې رییس وایي، د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره ښه همکاري درلوده او ټینګار کوي چې دم‌ګړۍ د ډیزاین، سروې او پروګرام جوړولو په برخو کې تجربه لرونکو او مسلکي کسانو ته اړتیا لري.

بخت الرحمن شرافت وویل: « که سږ کال موږ له تخنیکي پلوه پر ځان بسیا وو، نو باور وکړئ چې د وسپنې پټلۍ ادارې کارونه به درې برابره زیات وه. لویه ستونزه چې موږ ورسره مخ یو ډیزاین، سروې او براورد دی.»

له دې سره هم مهاله، د یادې ادارې د حرفوي پرواګرمونو د ثبت او جوړولو امر په یادو څانګو کې د زده کوونکو د جذب لړۍ د روڼتیا خبره کوي او وايي چې ددغو هوکړه لیکونو موده له شپږو میاشتي تر دوو کلونو ده.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې د حرفوي پروګرامونو د ثبت او جوړولو امر، روح الله هوتک په دې اړه وویل: « ځينې سازمانونه خپلې شخصي بودیجې لري او غواړي په ښوونیزه برخه کې یې د تخنیکي او مسلکي ادارو له لارې ولګوي، او وختونه یې هم مختلف دی ځينې یې یو کال، ځینې یې دوه کاله او ځینې یې د شپږ میاشتو لپاره لنډمهالي دي.»

د تخنیکي او مسلکلي زده کړو اداره دغه راز ټینګار کوي چې درې هوکړه لیکونه مالي بودیجه لري او دوه نور هوکړه لیکونه به د تخنیکي همکاریو په برخه کې پر مخ یوړل شي.

چارواکي: د وسپنې پټلۍ انسټېټیوټ جوړېږي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې د حرفوي پروګرامونو د ثبت او جوړولو امر په یادو څانګو کې د زده کوونکو د جذب لړۍ د روڼتیا خبره کوي او وايي چې ددغو هوکړه لیکونو موده له شپږو میاشتي تر دوو کلونو ده.

تصویر بندانگشتی

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د افغانستان د وسپنې پټلۍ د ادارې په ګډون له څلورو خصوصي بنسټونو سره د ۱۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د یادې ادارې مرستیال وایي په دغو هوکړه لیکونو کې د وسپنې پټلۍ د انسټېټیوټ جوړول، مسلک، د خامو توکو تجهيزات، کتابتون او لابراتوار، د لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو روزنه او وړیا بورسیې شاملې دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو مالي او اداري مرستیال، فضل الرحمن فاضل وویل:« له پنځو کمېټو سره مو بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړل چې ټولټال شپاړس لکه ډالرو کېږي چې د یو سل او شل لکه افغانیو سره برابرې دي.»

بل لور ته، د وسپنې پټلۍ ادارې رییس وایي، د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره ښه همکاري درلوده او ټینګار کوي چې دم‌ګړۍ د ډیزاین، سروې او پروګرام جوړولو په برخو کې تجربه لرونکو او مسلکي کسانو ته اړتیا لري.

بخت الرحمن شرافت وویل: « که سږ کال موږ له تخنیکي پلوه پر ځان بسیا وو، نو باور وکړئ چې د وسپنې پټلۍ ادارې کارونه به درې برابره زیات وه. لویه ستونزه چې موږ ورسره مخ یو ډیزاین، سروې او براورد دی.»

له دې سره هم مهاله، د یادې ادارې د حرفوي پرواګرمونو د ثبت او جوړولو امر په یادو څانګو کې د زده کوونکو د جذب لړۍ د روڼتیا خبره کوي او وايي چې ددغو هوکړه لیکونو موده له شپږو میاشتي تر دوو کلونو ده.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې د حرفوي پروګرامونو د ثبت او جوړولو امر، روح الله هوتک په دې اړه وویل: « ځينې سازمانونه خپلې شخصي بودیجې لري او غواړي په ښوونیزه برخه کې یې د تخنیکي او مسلکي ادارو له لارې ولګوي، او وختونه یې هم مختلف دی ځينې یې یو کال، ځینې یې دوه کاله او ځینې یې د شپږ میاشتو لپاره لنډمهالي دي.»

د تخنیکي او مسلکلي زده کړو اداره دغه راز ټینګار کوي چې درې هوکړه لیکونه مالي بودیجه لري او دوه نور هوکړه لیکونه به د تخنیکي همکاریو په برخه کې پر مخ یوړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه