Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بېشکک کې د افغانستان په تړاو د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولنې د غونډې ترسراوی

د دوحې غونډې په درشل کې د قرغېزستان پلازمېنې بېشکک کې د افغانستان په تړاو د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو غونډه ترسره شوه.

د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي دفتر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، په دې غونډه کې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټينګښت په موخه د همکاریو په تړاو خبرې شوې دي. 

په دغې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا هم ګډون درلود.

د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي دفتر لیکلي:«د قرغېزستان له بهرنیو چارو وزارته مننه کوو چې، د افغانستان په اړه د دوحې له غونډې مخکې د اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو په ګډون یوه غونډه جوړه کړه. موږ له خپلو شریکانو سره په دې اړه چې، څنګه کولای شو په ګډه په افغانستان کې له دایمي سولې او ثبات سره مرسته وکړو خبرې وکړې.»

سره له دې چې، د دغې غونډې په اجنډا کې د افغانستان مسئله شامله وه؛ خو بیا هم د اسلامي امارت هېڅ استازی نه‌و بلل شوی.

د سیاسي چارو ځینې شنوونکي د افغانستان په تړاو له دوحې غونډې مخکې د دغې غونډې جوړېدل مهم ګڼي.

د سیاسي چارو شنوونکی ویس ناصري طلوع‌نیوز ته وايي:«دواړه غونډې د افغانستان د وضعیت د ارزونې او د افغانستان خلکو ته د نړۍ، سیمې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د لېوالتیا ښودل یو مثبت ګام دی.»

د سیاسي چارو بل شنوونکی واحد فقیري هم څرګندوي:«فکر کوم چې نړۍ غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي، او دا په موږ [امارت او افغانانو] پورې اړه لري چې څه ډول له دغه ښې موکې د افغانستان په ګټه استفاده وکړي.»

ټاکل شوې چې، تر راتلونکو څلورو ورځو د افغانستان په تړاو د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو د سر منشي په کوربتوب د قطر په دوحې ښار کې پېل شي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګومارل کېدو او د افغانستان د نورو مهمو مسایلو په تړاو خبرې وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه