Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کمال خان بند اوبه د ایران په لور خوشې شوې

د کمال خان بند اوبه د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په لور خوشې شوې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې، د وروستیو ورښتونو له امله د کمال خان بند کاسه ډکه شوې او د ایران حق‌ابه یې هم ور خوشې کړې ده.

د هلمند له سینده د ایران د حق‌ابې تامینول، له اسلامي امارته د ایراني چارواکو یوه جدي غوښتنه وه؛ هغه مسئله چې په دې وروستیو کلونو کې د کابل او تهران تر منځ د ناندریو د زیاتېدو لامل هم شوې ده.

ښاغلي مجاهد په دې هکله زیاته کړه:«زموږ هڅې روانې دي چې، په افغانستان کې اوبیزې زېرمې ډکې شي او هغه ژمنې چې له ایران سره یې لرو هم په پام کې ونیسو. د اوبو خوشې کول هم سم دي.»

له دې سره سم، نیمروز کې ځينې کروندګر وایي چې، د وروستیو وچکالیو له امله سخت زیانمن شوي او ټینګار کوي چې، په لومړي ګام کې باید دوی د کمال خان بند له اوبو برخمن شي.

په نیمروز کې کروندګر احمد خان وویل:«لومړی دې موږ ته اوبه راکړي، کله چې زموږ کښت او کرنه وشي، اضافه اوبه دې بیا ګاونډي ته ورکړي موږ د هغه مخه نه‌نیسو.»

د اقتصادي چارو شنوونکی فهیم فرامرز په دې هکله څرګندوي:«اوس چې د اسلامي امارت حکومت د دې پرېکړه کړې، چې یو اندازه اوبه دې ګاونډیانو ته ورکړي، ګاونډیو ته د اوبو ورکړه باید د یوې سیاسي او اقتصادي معادلې پر بنسټ وي چې د افغانستان د خلکو حق هم ضایع نه‌شي.»

د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د موسی شفیق او د ایران د لومړي وزیر امیر عباس هویدا تر منځ لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې افغانستان باید په هره ثانیه کې ایران ته ۲۶ متر مکعب اوبه ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه