Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چارو ادارې رییس: په اداراتو کې فساد له منځه تللی دی

د چارو ادارې رییس وایي، په خصوصي او دولتي ادارو کې فساد له منځه تللی دی.

د چارو ادارې رييس د شپږو ولایتونو د دارالعلومو د زده کوونکو تر منځ د قرانکریم د حفظ او حسن قرأت د سیالیو د پایلو د اعلانولو په مراسمو کې وویل، په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ملي یووالي ټينګ شوی دی.

هغه زیاتوي، په خصوصي او دولتي بنسټونو کې فساد لمنځه تللی او په وینا یې اوس ټول پروګرامونه د سالمو سیالیو له لارې ترسره کېږي.

د چارو ادارې رییس، نورالحق انور و ویل: »په هره برخه کې موږ وینو چې فساد لمنځه تللی دی، او د سالم رقابت یوه فضا رامنځته شوې ده. که د تشکیلاتو په برخه کې ده، که هغه د ادارې او سیاست په برخه کې ده، که هغه د اقتصاد او شفافو عوایدو له پلوه ده.»

د دغه پروګرام سمبالوونکي وايي، دغه سیالۍ د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معینیت له لوري د شپږو ولایتونو د دارالعلومونو د زده کوونکو تر منځ ترسره شوې او همداراز له اسلامي امارته غواړي چې، اسلامي علومو ته نور هم پام وکړي.

د پروګرام سمبالوونکي، مبین شاه رمزي زیاته کړه: زموږ هیله له پوهنې وزارته، له ریاست الوزرا، د چارو ادارې له رییسه او په ټوله کې له ټولې رهبرۍ دا دی چې د قران لفظ ته ډیره پاملرنه وکړي.

د دغو سیالیو یو شمېر ګډونوال بیا له اسلامي امارته غواړي چې، د دیني علومو تر څنګ عصري علومو ته هم پام وکړي.

زده کوونکي، عارف طلوع نیوز ته و ویل: زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې څه ډول یې دیني زده کړو ته پاملرنه کړې، عصري علومو ته یې هم وکړي، که څه هم شوې ده خو لا زیات پام باید ورته وشي.

زده کوونکی، احمد وايي: غوښتنه مو له اسلامي امارته دا ده چې عصري او دیني علومو دواړو ته پام وکړي چې په دواړو برخو کې لاس ته راوړنې ولرو.

په دغه پروګرام کې چې، څه باندې ۲ زره کسانو ګډون کړی وو، د لومړي، دویم، او درېیم مقام ګټونکي هم وستایل شول.

د چارو ادارې رییس په دغه غونډه کې له خصوصي او دولتي ادارو وغوښتل چې د هېوادوالو غوښتنو ته پام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه