د کب په شلمه د کلتوري ميراثونو د ساتنې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې ورځې په لمانځغونډه کې وایي چې د بېلابېلو لسيزو څه باندې ۶۰ زره بېلابېل اثار په ملي موزيم کې ساتل کېږي.
د دغه وزارت د کلتور او هنر مرستیال وايي، په وروستي یوه کال کې د ملي موزيم د اثارو د ساتنې تر څنګ پر دې بريالي شوي دي چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو سلګونه لرغوني او کلتوري اثار کشف او د هېواد ملي موزيم ته ولېږدوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال عتیقالله عزیزي وویل:«د افغانستان په ملي موزیم کې د هغو معلوماتو او شمېرو پر بنسټ چې له موږ سره موجود دي څه باندې ۶۰ زره قلمه اثار موجود دي.»
د ملي موزيم رییس صبغت الله عابد وايي چې، يو شمېر کسانو او هېوادونو کلونه کلونه هڅې وکړې چې د هېواد کلتور او لرغوني اثار له منځه یوسي.
ښاغلی عابد زیاتوي، دوی هڅه کوي چې افغاني کلتور ژوندی وساتي او ساتنه یې وکړي.
د ملي وزیم رییس په دې هکله وايي:«زموږ او تاسو دښمنان ډېرو هڅه وکړه چې زموږ کلتور او تاریخ تر خاورو لاندې کړي او له منځه یې یوسي، په دې برخه کې د مبارزې لپاره باید ټول هڅه وکړو چې د هېواد کلتور له منځه ولاړ نهشي.»
بل پلو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین وايي، د اسلامي امارت مشر په هېواد کې د لرغونو او کلتوري اثارو د قاچاق او پلور د مخنیوي امر کړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزرت د نشراتو معین حیات الله مهاجر فراهي وايي:«موږ هېچا ته اجازه نهورکوو چې زموږ تاریخي اثار د تېر په څېر ویجاړ او قاچاق یې کړي.»
د کابل ښاروالۍ کلتوري رییس ولي ګل جواد هم څرګندوي:«په ټولو برخو کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې دي، هر هېواد چې خپل کلتور له لاسه ورکړي هغه هېواد لهمنځه ځي.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسوولانو په وينا، په تېر يوه کال کې د دغه وزارت د لرغونپوهنې او اثار پېژندنې رياست له خوا د هېواد په څه باندې لسو ولايتونو کې ۱۴۰۰ اثار کشف شوي او ټينګار کوي چې د کلتوري میراثانو د ساتنې د قانون مسوده هم د دغه وزارت له لوري برابره شوې او د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت مشر ته لېږل شوې ده.
په دې اړه مو اندونه