Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا استخباراتي ټولنه: د ا.ا پر وړاندې د مقاومت احتمال کمزوری دی

د امریکا د استخباراتي ټولنې د کلنۍ ارزونې په راپور کې راغلي چې په لنډه موده کې د اسلامي امارت د مخالفو ځواکونو له خوا، د دوی د ګواښلو احتمال «کمزوری» دی.

په راپور کې راغلي چې ډېری افغانان له جګړې ستومانه شوي او د «طالبانو» مخالفې وسلوالې ډلې له بهرنۍ ځواکمنې رهبرۍ او ملاتړ څخه برخمنې نه‌دي.

د راپور پر بنسټ، د افغانستان سرپرست حکومت خپل نړۍوال ځواک او تعامل پیاوړی کړی او خپلې مخالفې ډلې یې ځپلې دي؛ خو بشري کړکېچ او بشري حقونو ته یې پاملرنه نه‌ده کړې.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي:«طالبان به په بشپړه توګه دوامداره انساني ناورین یا د افغانستان اقتصادي جوړښتونو کمزورتیا ته رسیده‌ګړي ونه‌کړي او هغوی به د محدود کېدونکو فرمانونو پلي کېدو، د عمومي سزاګانو عملي کېدو، د لاریونونو ځپلو او په منځنۍ او لېسې دورو ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو مخنیوي ته به دوام ورکړي.» 

د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو د غوښتونو په هکله په دغه راپور کې راغلي دي چې، سیمه‌ییز ځواکونه به د کابل له دغې غوښتنې سره محتاطانه چلند وکړي.

په راپور کې دغې برخې ته داسې نغوته شوې:«سیمه‌ییز ځواکونه به تر ډېره په افغانستان کې د ستونزو حل ته تمرکز وکړي او ورته مهال، دا تمرکز به د رسمیت پېژندلو لپاره د طالبانو  غوښتنو ته له احتیاط سره مل وي.» 

د اسلامي امارت مشرتابه چارواکو تل ویلي چې د امریکا او روسیې په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي او له هېوادونو سره ډپيلوماټیکې او اقتصادي اړیکې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا دي. 

په راپور کې همدارنګه د ترهګرو له لوري د بېلابېلو ایډیالوژیو له ګواښ سره د امریکایانو د مخ کېدو د احتمال په هکله هم اندېښنه څرګنده شوې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، القاعده په افغانستان او پاکستان کې خپل تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې ده. داعش او سیمه‌ییز متحدان یې په عراق او سوریه کې خپلو پراخو بریدونو ته دوام ورکوي.

له دې مخکې، اسلامي امارت ویلي و چې د افغانستان خاوره امنه ده او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه‌کړل شي چې نور هېوادونه ترې وګواښي.

په کابل کې جګپوړو چارواکو له هغوی چې افغانستان یې پرښی تل غوښتي چې بېرته هېواد ته راستانه شي او د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه