Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو دویم پړاو پیلیږي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي له پاکستانه به تر څه کم یوې میاشتې د افغان کډوالو ایستلو دویم پړاو پیل شي.

محسن رضا نقوي وایي، چې د افغان کډوالو په ګډون هغه کډوال خپل هېواد ته ستنول کیږي چې قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن رضا نقوي و ویل: «هر افغان یا بل هر کس چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه ژوند کوي، باید له پاکستانه و اېستل شي، دا په دې مانا نه ده، چې هغوی نه شي کولای بېرته پاکستان ته راشي، بلکې هغوی کولای شي په قانوني اسنادو او وېزې سره دغه هېواد ته راشي.»

بلخوا، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د دغه هېواد  د حکومت پر ناسم چلن په نیوکې سره وایي، چې د پاکستان حکومت هغه کډوال هم باسي، چې قانوني اسناد لري.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې په پاکستان کې د دوی ستونزو ته جدي پام وکړي.

پاکستان کې مېشت افغان خبریال ظاهر‍ بهاند طلوع نیوز ته و ویل: « دمګړۍ سلګونه افغان کډوال د پاکستان په بندخونو کې دي چې دا په خپله لویه جفا ده.»       

له دې سره هممهاله، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان په ګډون له کوربه هېوادونو غواړي چې افغان کډوالو ته اجازه ورکړي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معین عبدالرحمن راشد و ویل: « له کوربه هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه چې زموږ ګاونډۍ دی او له یو بل سره ګډ مشترکات لرو دا ده چې نور له خپل فشار سیاست څخه لاس واخلي.»

د کډوالو چارو شنونکي علي رضا کریمي و ویل: « له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو لامل اقتصادي ناورنی او د پاکستان او افغانستان تتې اړیکې دي.»

د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو د پاکستاني چارواکو دا پرېکړه په داسې حال کې اعلانېږي، چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان پر خاوره د پاکستان بمبار او ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې د اسلامي امارت او د پاکستان د ځواکونو ترمنځ نښتو د ځینو هېوادونو او افغان سیاسي څېرو غبرګونونه هم راپارولي وو.

آقای نقوی می‌گوید که تمامی مهاجران بدون مدرک قانونی به‌شمول افغان‌ها باید دوباره به کشور شان برگردند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه