Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د توماس وېسټ له سفرونو د اسلامي امارت تمې

اسلامي امارت وايي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی باید د سیمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو او لیدو کاتو په ترڅ کې د افغانستان اوسني پرمختګونه هم په پام کې ونیسي.

د اسلامي امارت ویاند د امریکا له ځانګړي استازي غواړي، چې د سیمې هېوادونو ته په خپلو سفرونو او د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره په کتنو کې د افغانستان اوسني واقعیتونه او پرمختګونه په پام کې ونیسي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي، اسلامي امارت په څه باندې دوو کلونو کې د امنیت، اقتصاد او له فساد سره د مبارزې په برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: زموږ دریځ دا دی چې په افغانستان کې شته پرمختګونه او امنیت په پام کې ونیول شي او ملاتړ یې وشي څو دا د سیمې په امنیت او د اندېښنو پر لرې کېدو منتج شي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هند ته د سفر پر مهال له یو شمېر هندي چارواکو سره د افغانستان پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

توماس وېسټ ویلي، په دغو کتنو کې له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا، د بشري مرستو او درملو د مرستو د جلب او د ۲۰۲۴ کال د وضعیت په تړاو خبر شوې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، توماس وېسټ وايي:«هند ته ستنېدل او په افغانستان کې د راتلونکي تګلوري په تړاو له نږدې همکارانو سره خبرې عالي وې. د بهرنیو چارو وزارت له معین کواترا او د جي پي سنګ له مرستیال سره مې ارزښتناکې خبرې درلودې. هند له افغانستان سره بشري مرستو او د درملو مرستو ته دوام ورکوي او موږ د ۲۰۲۴ کال په تړاو خبرې وکړې. په دې کتنه کې د ټولیزو ګټو د ملاتړ لپاره د یوه متحد ډيپلوماټيک تعامل د پراختيا په تړاو هم نظرونه تبادله شول.»

د سیاسي چارو شنونکي، ویس ناصري بیا طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: امریکا ددې هڅه کوي چې په خپلو نویو سیاسي، اقتصادي او امنیتي پالیسیو کې له افغانستانه د وتلو وروسته یې په سیمه کې لري، هند د خپل سټراټيژيک شریک او متحد په توګه له ځان سره وساتي.

خو د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي سفر به د هېواد په اوسني وضعیت کې څه بدلون راولي؟

د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر، سید اسحاق گیلاني د دې پوښتنې په ځواب کې داسې و ویل: ستر هېوادونه، زموږ په څېر په مسایله کې بېړه نه کوي، هغوی د ټولو نظرونه راټولوي او چې موضوع ښه پخه شي بیا اقدام کوي. غوره دا ده چې زمینه برابره شي څو له افغانستان سره خبرې وشي او د افغانانو لپاره خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده، ټوماس وېست روانه اوونۍ له هند وروسته متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه