Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د واشنګټن پر ۲۰ کلن حضور د مسکو نیوکه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دغه هېواد له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکا پر ۲۰ کلن حضور نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې امریکا په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال له ترهګرۍ سره مبارزه نه‌ده کړې.

ښاغلي لاوروف همدارنګه ویلي چې مسکو یو له هغو لومړنیو هېوادونو و چې، د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته یې په افغانستان کې د امریکا له حضور سره مخالفت ونه کړ؛ خو د لاوروف په وینا، اوس له شلو کلونو وروسته لیدل کېږي چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره مبارزه نه‌ده کړې.

ټاس خبري اژانس لیکلي:«لاوروف دغه راز یادونه وکړه چې امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له برید وروسته، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په «خواخوږۍ» سره راغله. ولسمشر پوتین لومړنی کس و، چې د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته یې ټلېفون وکړ او هغه ته یې د مرستې او ملاتړ وړاندیز وکړ. هېچا افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له راتګ سره مخالفت ونه‌کړ او هغه یې تېری یا نیواک ونه‌باله. ټول پوه شول چې دا ډول ترهګریز برید ته باید ځواب ورکړل شي. په افغانستان کې د امریکایانو ۲۰ کلن حضور وښوده، چې هغوی له هېڅ ډول تروریزم سره مبارزه نه‌ده کړې.»

بل پلو، اسلامي امارت وايي، امریکا د منځنۍ اسیا د هېوادونو او په سیمه کې د خپلو ځینو سیالو هېوادونو د کنټرول په موخه پر افغانستان یرغل کړی و.
               
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«هغوی د ښکېلاک لپاره راغلي وو چې، افغانستان په دوامداره توګه ونیسي، زموږ خاوره خپله پوځي اډه جوړه کړي له افغانستانه منځنۍ اسیا کنټرول کړي او خپل ځينې سیال هېوادونه هم له دې ځایه وګواښي.»

د سیاسي چارو شنونکی شیرآقا روحاني څرګندوي:«موږ متوجه شوو چې د امریکایانو او روسانو ترمنځ ډېره شدیده سیالي جریان لري. هغوی د جیوپولټیک سیالیو له امله یو بل پر ګټو تورنوي؛ خو د افغانستان په پېښه کې دا موضوع صدق کوي چې امریکایانو له ترهګرۍ د مبارزې او په افغانستان کې پر ملت جوړونې کې ماتې وخوړه.»

د سیاسی چارو شنونکي نجیب الرحمان شمال هم وویل:«د امریکا او د ناټو د ټولو هېوادونو د ۲۰ کلن حضور پر مهال سمه ده د اقتصاد په پرخه کې په ځانګړې توګه د خلکو په ژوند کې ډېر ستر بدلون راغی، د دې لپاره چې افغانستان په مېلیاردونه پیسې راغلې؛ خو هغه مشخصه موخه چې امریکا له ترهګریزو ډلو سره د مبارزې لپاره راغلې وه؛ خو له بده مرغه هغې موخې ته ونه‌رسېده.»

روسیي چارواکي په داسې حال کې له ترهګرۍ سره د مبارزې خبرې کوي چې، څو ورځې وړاندې مسکو ښار ته نږدې د یوه کنسرټ پرمهال په یوه خونړي برید کې ۱۳۷ کسان ووژل شول او ۱۸۲ نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه