Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر واشنګټن د مسکو تور لګول؛ امریکا د داعش او القاعدې ملاتړ کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا په یوې مقاله کې چې په کومسومولسکایا ورځپاڼه کې خپره شوې ویلي چې داعش په وروستیو کلونو کې د «طالبانو» په ګډون د امریکا متحده ایالاتو مخالفان یې په نښه کړي دي.

مېرمن زاخارووا په دغې مقاله کې په امریکې تور لګول چې له القاعدې او داعش ډلو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم تېره ورځ د داعش د ملاتړ په هکله د امریکا پر ادرس ځينې تورونه لرل.
 
 ماریا زاخارووا د مقالې په یوې برخه کې راغلي:«داعش په وروستیو کلونو کې خپل پلانونه بدل کړي او اوس په زیاتېدونکي ډول د امریکا پر دښمنانو لکه په افغانستان کې پر طالبانو، ایرانیانو، د سوریې پر قانوني چارواکو او روسیې بریدونه کوي.»

بلخوا، که څه هم اسلامي امارت په مستقيم ډول د داعش د ملاتړي هېواد نوم نه‌اخلي؛ خو وايي چې داعش په افغانستان کې د امريکا د حضور پر مهال رامنځته شو. ذبیح‌الله مجاهد داعش د افغانستان لپاره ګواښ نه‌ګڼي او زیاتوي چې لوېدیځ هېوادونه په افغانستان کې د داعش د ګواښ په ستر ښودلو سره له دې مسئلې د خپلو ځانګړو موخو لپاره کار اخلي.

ښاغلي مجاهد وویل:«داعش یوه له هغو ښکارندو وه چې په افغانستان کې د امریکا تر ښکېلاک لاندې یې وده وکړه او رامنځته شوه او د افغانستان د خلکو لپاره یې ستونزې رامنځته کړې وې چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته پر وړاندې یې مبارزه وشوه.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې نیویارک ټایمز یو راپور خپور کړی و، ادعا یې کړې وه چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د ایران، چین او هند پر سفارتونو د بریدونو په هڅه کې ده؛ خو اسلامي امارت ویلي چې داعش ډله پر سفارتونو د برید کولو وس نه‌لري.
 
بلخوا، که څه هم اسلامي امارت په مستقيم ډول د داعش د ملاتړي هېواد نوم نه‌اخلي؛ خو وايي چې داعش په افغانستان کې د امريکا د حضور پر مهال رامنځته شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه