Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۰۲ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د ۱۲ زره کسانو نیول کېدل

د کورنیو چارو وزارت وایي،د تیر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د جنايي جرمونو په تړاو څه باندې دولس زره کسان نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د ۱۴۰۲ هجري- لمریز کال په وروستیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې څه باندې ۱۲ زره کسان د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور نیول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، دغو کسانو په نږدې ۹ زره جنايي پېښو کې لاس درلود او په وینا یې له دغو کسانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او همداراز یوه اندازه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع و ویل: پولیسو په دغو پیښو کې څه باندې ۱۲ زره مظنونين نیولي دي. او ۷۳۳ نور د تښتېدلي چې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، پر انسان تښتوونکو د عملیاتو په ترڅ کې څه باندې شلو انسان تښتوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې او شاوخوا ۱۷۰ نور یې نیول شوي او همداراز د یادو کسانو له منګلو ۱۸ تښتول شوي کسان هم آزاد شوي دي.

د نوموړي په وینا، د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم د دغه وزارت د کورني امنیت له لوري ۸۰۰ کسان چې، ډېری یې نظامیان دي نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع په دې تړاو داسې و ویل: پر انسان تښتوونکو د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ انسان تښتوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان دي. باید وویل شي چې د انسان تښتوونې ۱۹ پېښې ثبت شوې دي. چې د تېر پرتله دغه پیښې راکمې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز وايي، د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې ۱۹ زره امنیتي سرتیري له مسلکي زده کړو فارغ شوي او دمګړۍ نږدې ۳۰ زره نور په ورته زده کړو بوخت دي.

د نوموړي په وینا، د ظرفیت لوړونې له پروګرامه هم څه باندې ۱۷۰ ښځې فارغه شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع په دې تړاو و ویل: د پولیسو ۱۶۷۱ منسوبین چې ۱۷۱ یې ‎ښځې دي، د پولیسو له تحصیلي زده کړو، د ظرفیت جوړونې له بیلابیلو برخو فارغ شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولین همداراز وايي، د تېر هجري- لمریز کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د ټرافیک، پاسپورټ، د عامه ساتنې ملي تصدۍ او نورو برخو څه باندې ۱۳ میلیارده افغانۍ عواید هم راټول کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې ۱۹ زره امنیتي سرتیري له مسلکي زده کړو فارغ شوي او دمګړۍ نږدې ۳۰ زره نور په ورته زده کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه