Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د هېواد حریم ته د بې‌پيلوټه الوتکو راتګ د نړۍوالو قوانینو خلاف دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان پر هوايي حریم د امریکایي بې‌پیلوټه الوتکو ګرځېدل ښکاره تېری او د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ګڼي.

ښاغلی مجاهد وایي که دغه الوتنې دوام وکړي، باید پر وړاندې یې پرېکړه وشي.

د اسلامي امارت ویاند طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ دغه عمل تېری او یوه څرګنده سرغړونه ګڼو. دا د نړۍوالو قواعدو او قوانینو پر خلاف دي او همدارنګه پر حریم تېری دی چې باید ودرول شي. موږ دا غندو. وروسته که‌چېرې نور اقدامات کېږي، بیا هماغه وخت پرېکړه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشېر، بدخشان، تخار، کندوز او کندهار ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې وخت ناوخت بې‌پیلوټه الوتکې د یادو ولایتونو پر فضا الوتنې کوي. دوی زیاتوي چې دغه الوتکې د افغانستان په سرحدي سیمو کې د دوو یا درېیو ورځو په اوږدو کې پرله‌پسې الوتنې کوي.

د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی عزت‌الله وايي:«دوه شپې مخکې هم ما په خپله ولیدل چې په امام صاحب کې الوتکې لیدل کېدې او دا په تکراري توګه وینوو.»

د تخار اوسېدونکي عبدالسمیع خاوري هم وویل:«په څو وروستیو ورځو کې لیدل کېږي چې د تخار او بدخشان پر اسمان ناپېژانده بې‌پیلوټه الوتکې ګزمې وهي او دغې چارې د خلکو اندېښنې راپارولې دي.»

د نظامي چارو شنونکی زلمی افغانیار طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«که‌چېرې امریکایان غواړي چې د بې‌پيلوټه الوتکو د ګزمو له لارې امنیت تامین کړي، دا د دوحې د پالیسۍ او تفاهم پر خلاف دی. هغوی باید د افغانستان له اوسني حکومت سره استخباراتي معلومات تبادله کړي. چې له دې لارې د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت هم تامینېږي»

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ د هېوادونو د اندېښنو په ځواب کې په ځلونو ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او له ترهګرو ډلو سره یې د سرپرست حکومت د مبارزې ډاډ ورکړی دی.

د پنجشېر، بدخشان، تخار، کندوز او کندهار ولایتونو ځينې اوسېدونکي وايي چې وخت ناوخت بې‌پیلوټه الوتکې د یادو ولایتونو پر فضا الوتنې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه