Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندوز کې د ۷ مېلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د ودانولو د چارو پېل

د کندوز د پوهنې ریاست د زده‌کوونکو ستونزو ته د رسېدو په پار، د یوه مرستندویه بنسټ په مالي مرسته د اووه مېلیونه افغانیو په لګښت د یوه معیاري ښوونځي د جوړولو چارې پېل کړې دي.

د کندوز د پوهنې رییس واسماعیل ابو احمد په وینا، د دغه ښوونځي د چارو په بشپړېدو سره به، نږدې ۳۰۰ زده‌کوونکي د سرپناه خاوندان شي.

د کندوز د پوهنې رییس په دې هکله وویل:«د دې بودیجه تقریبا اووه مېلیونه افغانۍ ده چې په‌کې یو پارک دی او شپږ ټولګیه ښوونځي جوړېږي. له دې سره به ان‌شالله د دې ښوونځي ستونزې بشپړې شي. ۸۰ سلنې ستونزه یې حل کېږي ځکه ښوونځی ابتداییه دی او درې صنفه نور هم لري.» 

د کندوز د پوهنې ریاست د چارواکو په وینا، د تېر یوه کال پر مهال یې څه باندې ۶۰ ښوونځي یې هم د حکومت له بودیجې رغولي دي.

خو د چین‌زيي په سیمه کې چې د کندوز ښار په ۱۰ کیلومټرۍ کې موقعیت لري، ډېری زده‌کوونکي د ودانۍ د نشتوالي له امله په خېمو او یا هم په پرانیسته فضا کې پر زده‌کړو بوخت دي.

په دغه ولایت کې یو شمېر ښوونکي او زده‌کوونکي وایي، لا هم د کتابونو، مسلکي ښوونکو او نورو ښوونیزو توکو له کمښت سره مخ دي.

زده کوونکي عبدالله وویل:«ښوونکي نه‌لرو. کتابچې او قلمونه نه‌لرو. موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»

یوه بل زده‌کوونکي محمد سلیم هم څرګنده کړه:«زموږ سونزې دا دي چې موږ ښوونکي نه‌لرو، کتابچې او کتابونه نه لرو، زموږ ستونزې ډېرې زیاتې دي.» 

په کندوز کې د یوه ښوونځي سرمعلم، عزیز الرحمن وویل:«کندوز ولایت کې د پوهنې په برخه کې ستونزې، ډېرې دي، په ځانګړې توګه د کتابونو، ودانیو او ښوونکو د کمښت په برخه کې ډېرې ستونزې دي. ان داسې ښوونځي هم شته چې په ازاده فضا کې په‌کې تدریس کېږي.»  

د کندوز د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال دغه ولایت کې د ۵۰۰ ښوونځيو له منځه ۱۶۰ یې ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې په پرانیستې فضا او یا هم تر خیمو لاندې زده‌کړې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه