Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایراني پولیسو له بد چلنده د را اړول شویو افغان کډوالو شکایت

له ایرانه یو شمېر را ایستل شوي افغانان د دغه هیواد د پولیسو له بد چلنده شکایت کوي.

د دوی په وینا ایراني پولیس افغان کډوال تر نیولو وروسته وهي ټکوي او هیواد ته په زور ستنیدو ته یې اړ کوي.

نورالله او ملګري يې چې په دې وروستيو کې له ايرانه را اېستل شوي وايي، سره له دې چې د ايران لخوا څو ځلي په زور هېواد ته را اړول شوی دی، خو اقتصادي ننګونو او بېکارۍ بېرته هېواد ته راستنېدو ته اړ کړی دی.

نوموړي له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو د ناوړه چلند خبره هم کوي.

راستول شوی نورالله په دې تړاو و ویل:«دویم ځلي ولاړم چې کار مې درلود، کارونه مې تر یوه ځای ورسول چې و یې نیولم، پوستې ته یوړم، هلته یې راڅخه پاسپورټونه واخیستل، موږ ته یې و ویل چې تاسې سبا ازادوو، سبا یې خوشې نه کړو او شل ورځې یې هلته پاتې کړو. شلو ورځو کې نه اوبه وې او نه ډوډۍ وه.»

اخوا یو بل راستول شوی ایمل هم و ویل: «د شپې راغلل او موږ لس دولس کسان یې وتړلو او له ځان سره پوستې ته یوړو، هلته څلور پنځه شپې وو. ایران کې ډېره بدمرغي ده، تلل یو جنجال دی او راتګ ترې بل جنجال دی.»

بل خوا، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هم په تېره یوه ورځ کې د اسلام کلا او نیمروز له لارو هیواد ته د ۳۰۰۰ افغان کډوالو د را اړولو خبره کوي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند وایي، د ریاست الوزرا ادري مرستیال د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د کډوالو پر ستونزو د غور ډاډ ورکړی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني طلوع‌نیوز ته و ویل: «د پسرلي له راتګ او له اختر وروسته شاید ډیری کورنۍ په خپله خوښه او په ډله ییزه توګه هېواد ته راستانه شي. ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي هم ډاډ ورکړ چې دغه ستونزې یې له رهبرۍ سره شریکې کړي او د کابینې غړي هم په دې هڅه کې دي چې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ایراني رسنیو د ایران په کرمانشاه کې د بهرنیو وګړو د کنټرول د عمومي رییس له خولې خبر ورکړی و، چې د یوه پلان له مخې به ټول نا قانوني کډوال له دغه هېواده و ایستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه