Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ودانۍ نشتوالی؛ په جوزجان کې شاوخوا ۴۵۰ زده کوونکي په سمڅو کې زده کړه کوي

د جوزجان په قوشتېپې ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۵۰ زده کوونکي، د ښوونځي د نشتوالي له امله په سمڅو کې زده کړې کوي.

دغه زده کوونکي د زده کړو په موخه ساعتونه پلی مزل کوي، څو دغو سمڅو ته ځان ورسوي.

دوی وایي له لرې ځایونو دلته د زده کړو لپاره راځي، خو د ښوونځي لپاره د ودانۍ نشتوالي له امله، د اوړي او ژمي په موسمونو کې له جدي ننګونو سره مخ وي.

زده کوونکی، اعجازالحق وايي: «موږ په دغو سمڅو کې کېنو، دلته ماران او لړمان وي. دا ځای تورتم دی، درس پکې نه لوستل کیږي خو موږ پکې له شپږو کلونو راهیسې درس وایو، خو سم یې نشو لوستلای. موږ غواړو چې زموږ لپاره ودانۍ جوړه شي چې په ارامه خپل درس ولولو.»

یوه بل زده کوونکي، حبیب الرحمن هم و ویل: «موږ چې په کوم ځای کې درس وایو، مار او لړم لري، ټولګی مو تیاره دی، درس پکې نشو لوستلای، موږ غواړو چې زموږ لپاره ودانۍ جوړه شي.»

د دې ولسوالۍ اوسیدونکي وایي خپل اولادونه د زده کړې په موخه دلته استوي، خو د درسي موادو، د څښاک پاکو اوبو او کتابتون نشتوالی یې د زده کړو پر وړاندې مهم خنډونه دي.

د جوزجان د قوشتېپې ولسوالۍ اوسیدونکي، عبدالمنان و ویل: «زموږ ماشومان له هغه وخته چې دغه ښوونځی جوړ شوی په سمڅو کې زده کړې کوي. اوس موږ غواړو چې ماشومان مو له دغې ستونزې خلاص شي.»

د جوزجان د قوشتېپې ولسوالۍ اوسیدونکي، خیرمحمد هم و ویل: «مخکې له دې چې د ودانۍ بنسټ کېښودل شي موږ ډیرې ستونزې درلودې، زموږ زده کوونکي په سمڅو کې زده کړه کوي او شاوخوا ۴۵۰ زده کوونکي دي.»

د جوزجان د پوهنې رییس بیا وایي، د یوه ملي سوداګر په مالي ملاتړ یې په قوشتپې ولسوالۍ کې د ښوونځي له پاره د معیاري ودانۍ د جوړولو کار پیل کړی دی.

د جوزجان د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد و ویل: «بیا هم موږ خوښ یو یانې، موږ پر دې فکر کوو چې شاید ۲۰ بابه ښوونځي ودان کړو، زموږ دا ښوونځی تر شلو نورو غوره دی خو له بده مرغه په دې وخت کې هم موږ داسې ښوونځی درلود چې په سمڅه کې و.»

د سوداګر استازي، نعمت الله طاهري و ویل: «خدای دې وکړي چې موږ ژر تر ژره دغه ودانۍ بشپړه کړو او زموږ زده کوونکي او ښوونکي ترې ګټه واخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې په دغه ولایت کې د ۴۰۷ ښوونځيو له ډلې ۱۵۰ یې ودانۍ نلري او زده کوونکي یې په خلاصه فضا او یا کرایي کورونو کې زده کړې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه