Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شاهین: د یوناما په شتون کې، د استازي ګومارلو ته اړتیا نشته

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګومارل یو غیر ضروري ګام بللی دی.

ښاغلي شاهین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوې رییسې او د مالتا د دایمي استازې ونیسا فریزر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په اوسنیو شرایطو او د یوناما په شتوالي کې د ځانګړي استازي ګومارلو ته اړتیا نشته.

سهیل شاهین طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ له نړۍوالې ټولنې سره تعامل او د مسایلو حل د خپلو مصالحو او اصولو په رڼا کې غواړو؛ دا چې په افغانستان کې د یوناما په نامه د ملګرو ملتونو سازمان استازولي شتون لري، نو بل استازي ته اړتیا نه‌لیدل کېږي.»

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا نوې رییسې ونیسا فریزر په یوې خبري غونډه کې دا چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګومارلو لپاره تازه ګام نه‌دی اخیستل شوی، اندېښنه څرګنده کړې ده.

مېرمن فریزر خبریالانو ته وویل:«موږ یقیناً د افغانستان د وضعیت په تړاو د ښاغلي فریدون لخوا د برابر شوي خپلواک راپور د ارزونې پلویان یو. موږ له هغې طرحې ملاتړ کوو چې د هغه په ارزونه کې یې یادونه شوې او بالاخره له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د اړیکو عادي کېدو ته اړتیا لري؛ خو د دغه کار لپاره باید ځيني اقدامات ترسره شي. موږ په لېوالتیا سره د افغانسان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو ته په تمه یو، خو په خواشینۍ سره چې په دې تړاو مو څه نه‌دي اورېدلي.»

د امنیت شورا نوې دوره‌يي رییسه د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاتوي چې، په افغانستان کې جنسیتي تبعیض باید د بشري ضد جنایتونو د مخنیوي په کنوانسیون کې شامل کړای شي.

هغې زیاته کړه:«مالټا هېواد د افغانستان د یوه مدافع په توګه پاتې شوی او موږ په ریښتیا هم پر دې باور یو، دا ناشونې ده چې، یو داسې هېواد ولرو چې ۵۰ سلنه وګړي یې په بشپړه توګه څنډې ته وي. فکر کوو چې دا وضعیت باید اصلاح شي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الله جامع هم په دې هکله وویل:«کورنی اصلاحات راولي، په ځانګړې توګه د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي، اساسي قانون جوړ کړي، اقتصادي کارونه کړي، کابینه کې بدلون راولي، انتخاباتو ته د افغانستان شرط بوځي او ورته مهال ټول هغه مسایل نړۍ اندېښنې لري هغه حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د اپريل په لومړۍ او دویمه د دغه سازمان د شپږمې کمېټې غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د جرم په توګه د جنسیتي تبعیض د ګڼل کېدو په ګډون د بشري ضد جرمونو د مخنيوي په کنوانسيون کې د اصلاحاتو او تعديلاتو پر راوستو بحث وشو.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه