Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

منیژه صدیقي: په بند کې شکنجه شوې نه یم، وضعیت مې ښه دی

 معترضه ښځه، منیژه صدیقي چې، لا هم له اسلامي امارت سره بندۍ ده، د شکنجې او وهلو ډبولو له ادعاو وروسته اوس رسنیو ته د اسلامي امارت له لوري په بندخونه کې د وهلو او ډبولو اوازې ردوي.

هغه وايي، دمګړۍ هم په ښه وضعیت کې ده.

معترضه، منیژه صدیقي وايي: زه په بندخونه کې شکنجه شوې نه یم او روغتیايي وضعیت مې ښه دی. که شپه وه او که ورځ، چې ناروغه شوې یم نو ډاکټر ته تللې یم. خواړه مې هم ښه دي.

منیژه صدیقي همداراز له اسلامي امارته غواړي چې، ژر تر ژره یې له بنده خوشې کړي.

معترضې، منیژې صدیقي و ویل: زه یوازې غواړم چې تر اختره خپلې کورنۍ ته ستنه شم، غواړم ازاده شم. ځکه زه بې ګناه یم، که یوازنی جرم مې لاریونونه وي نو د لاریون په جرم مې شپږ میاشتې بند تېر کړ.

د ښځو د حقونو چارو فعاله، تفسیر سیاه پوش و ویل: د اسلامي امارت حکومت باید د انسانانو انساني کرامت ته پام وکړي او ښې زمینې ورته برابرې کړي. په ځانګړې توګه له بنده د خوشې کېدو په تړاو باید هڅه وکړي چې ښځینه بندیانې راخوشې کړي.

له دې سره سم، د بندخونو د چارو د تنظیم ادارې مرستیال د منیژې صدیقي شکنجه کول او آن ورسره نا سم چلند کول روي او همداراز زیاتوي، هېچا ته د دې اجازه نه ورکول کېږي چې، په بندخونو کې بندیان شکنجه کړي.

د بندخونو د سمون چارو د تنظیم مرستیال، حبیب الله بدر  په دې تړاو طلوع نیوز ته و ویل: په کلکه یې ردوم چې په زندانونو کې دې څوک وهل شوي یا ټکول شوي وي، او څوک به یې ثابته هم نه کړي.

منیژه صدیقي له شاوخوا ۶ میاشتو راهیسې له اسلامي امارت سره بندي ده او تر دې مخکې د بښنې نړۍوال سازمان او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د منیژې صدیقي د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د بندخونو د چارو د تنظیم ادارې مرستیال حبیب الله بدر وايي، هېچا ته د دې اجازه نه ورکول کېږي چې، په بندخونو کې بندیان شکنجه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه