Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې د لاوډسپیکرو په مرسته افغانانو ته د وتلو خبرداری ورکول کیږي

له پاکستانه د غیرقانوني کډوالو د ایستلو دویم پړاو په نږدې کېدو سره دغه هېواد کې مېشت افغانان له خپل بې برخلیک وضعیته شکایت کوي.

په پاکستان کې یو شمیر افغان کډوال وايي چې د دغه هیواد حکومت د لوډسپیکرونو له لارې یو نوی کمپاین پیل کړی او له هغوی یې غوښتي دي چې ژر تر ژره له پاکستانه ووځي.

پاکستان کې مېشت افغان خبریال ظاهر بهاند و ویل: « په دې وروستیو کې د لاوډ سپیکرانو له لارې افغانانو ته خبرداری ورکول کیږي چې زر تر زره له دغه هېواده و وځي.»     

بلخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت  مرستیال په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د یوه ګډې کړنلاې پر جوړېدو د پاکستان د سفارت له مرستیال سره خبرې کړي دي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې کتنه کې د پاکستان د سفیر مرستیال له دغه هېواده د افغان کډوالو داېستلو لپاره د ضرب الاجل ټاکل کېدل رد کړي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني طلوع نیور ته و ویل: « له هغوی غوښتنه وشوه چې د کډوالو موضوع د پاکستان او افغانستان ګډه موضوع ده، نو ځکه باید پر یو ګډ میکانیزم کار وشي او یوه کمېټه جوړه شي ترڅو افغانان په تدریجي او با عزته توګه خپل هېواد ته راستانه شي.»

په دې لړ کې د کډوالو د حقونو د برخې یو شمېر فعالان د پاکستان د حکومت دا اقدام د بشري حقونو د کنوانسیونونو پر خلاف ګڼي.

د کډوالو د حقونو فعالې آصفه ستانکزۍ و ویل: « پاکستان د بشري حقونو کنوانسینونو او کډوالو قوانین خلاف چلن کوي چې دا موضوع د پاکستان د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټه لپاره پرمخ بېول کیږي.»

 دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بښنې نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د طرحې د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.

د دغه سازمان په اعلامیې کې راغلي وو، چې دغه طرحه د بشري حقونو له نړۍوالو قوانینو او د کډوالو له قوانینو سرغړونه او د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف کار دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه