Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خبریالانو خوندیتوب کمیټه: ا.ا دې د فیسبوک بندولو پرېکړه بېرته واخلي

وروسته له هغې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، نجیب الله حقاني له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه د فیسبوک د محدودلو او بندولو د پالیسۍ خبره وکړه، دغو څرګندونو یې ګڼ غبرګونونه را و پارول.

اوس د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي، اسلامي امارت دې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي ځکه له دې سره به ازادو اطلاعاتو ته د لاسرسي بهیر زیانمن شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په یوه خبرپاڼه کې وايي: د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه (CPJ) پر اسلامي امارت غږ کوي چې په افغانستان کې د فیسبوک د لاسرسي د محدودولو یا بندولو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي. له دې سره به اطلاعاتو ته د لاسرسي بهیر زیانمن شي.

خو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند طلوع نیوز ته وايي،  دغه پرېکړه د اوس لپاره یوازې د طرحې تر کچې ده او هغه محتوا به محدوده کیږي چې له ملي ګټو او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي او په حقیقت کې فیسبوک اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې خنډ دی.

عنایت الله الکوزي و ویل: په حقیقت کې فیسبوک اطلاعاتو ته د لاسرسي خنډ ګرځي او دغه بندیزونه چې د حکومت پر رسمي پاڼو یې لګولي دا دې لامل شوي چې نه حکومت، ولس ته خپل نظر ورسوي او نه ولس و توانیږي چې تر حکومته خپل غږ ورسوي.

هغه زیاته کړه چې دا پالیسي د اوس لپاره یوازې د طرحې تر کچې ده او د عملي کولو په تړاو یې خبرې نه دي شوي او که دغه طرحه یا پالیسي عملي هم شي نو یوازې هغه محتوا ګانې به فیسبوک لرې کیږي چې له ملي ګټو سره په مخالفت کې وي او یا افغان کلتور ته زیان اړوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، دغه پالیسي یوازې د یوې طرحې تر کچه ده او که عملي هم شي نو هغه موضوعات به محدود کړي چې د ملي ګټو خلاف وي.

Thumbnail

وروسته له هغې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، نجیب الله حقاني له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه د فیسبوک د محدودلو او بندولو د پالیسۍ خبره وکړه، دغو څرګندونو یې ګڼ غبرګونونه را و پارول.

اوس د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي، اسلامي امارت دې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي ځکه له دې سره به ازادو اطلاعاتو ته د لاسرسي بهیر زیانمن شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په یوه خبرپاڼه کې وايي: د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه (CPJ) پر اسلامي امارت غږ کوي چې په افغانستان کې د فیسبوک د لاسرسي د محدودولو یا بندولو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي. له دې سره به اطلاعاتو ته د لاسرسي بهیر زیانمن شي.

خو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند طلوع نیوز ته وايي،  دغه پرېکړه د اوس لپاره یوازې د طرحې تر کچې ده او هغه محتوا به محدوده کیږي چې له ملي ګټو او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي او په حقیقت کې فیسبوک اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې خنډ دی.

عنایت الله الکوزي و ویل: په حقیقت کې فیسبوک اطلاعاتو ته د لاسرسي خنډ ګرځي او دغه بندیزونه چې د حکومت پر رسمي پاڼو یې لګولي دا دې لامل شوي چې نه حکومت، ولس ته خپل نظر ورسوي او نه ولس و توانیږي چې تر حکومته خپل غږ ورسوي.

هغه زیاته کړه چې دا پالیسي د اوس لپاره یوازې د طرحې تر کچې ده او د عملي کولو په تړاو یې خبرې نه دي شوي او که دغه طرحه یا پالیسي عملي هم شي نو یوازې هغه محتوا ګانې به فیسبوک لرې کیږي چې له ملي ګټو سره په مخالفت کې وي او یا افغان کلتور ته زیان اړوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه